دا زموږ زيبا وطن      دا زموږ ليلا وطن      دا وطن مو ځان دی     دا افغانستان دی
..........

          

        

من نان شب ندارم؛ تو از عيد حرف مي‌زني!

ناجيه نوريماه رمضان با سفره هاي متفاوت مهمانانش به آخر رسيد. در اين ماه که ماه مهمانی خدااست درتفاوت سفره های افطار، خانواده های غنی و فقیر نمایان تر می گردد.یکی از علل وحکمت های روزه این است که باایجاد تشنگی وگرسنگی انسان به یاد ضعیفان، مستمندان و تنگدستان بیافتد وهرکس به فراخور حال و توانايي خود به آنان کمک و یاري کند.در همه عبادات دینی به خصوص روزه ماه مبارک رمضان، پیام برابری و برادری نهفته است و همچنان نماز به خصوص نماز جماعت که همه مسلمانان چی فقیر و چی غنی همه در یک صف قرار می گیرند، این امر بدین معنا است که نزد پروردگار متعال غنی و فقیر همه یکسان است. اما در اين ماه مبارك كه چيزي به عيد هم نمانده است، خانواده هاي بودند كه روزه را با لقمه نان خشك سپري كردند و كسي به در وازه آن ها سري نزد و لطفي نكرد و از مفهوم درك گرسنگي و هم چنان برادري با نياز مندان خبري نشد.اما مفتی سید حجت الله نجیج رییس عمومی مجموعه علمی وزارت حج و اوقا ف می گوید: با توجه به این که جامعه ما یک جامعه فقیر است البته همه ی جامعه ما فقیر نیست؛ درست است که بخش اعظم کشور ما را مردمان فقیر تشکیل می دهند؛ اما تعداد قابل ملاحظه اي از مردم هستند که از نعمت ثروت و دارایی برخوردار هستند.وی همچنان گفت: مکلفیت این افراد در مقابل فقرا این است که از حال مساکین و فقرا نباید بی خبر باشند و یکی از حکمت های رمضان هم این است که پیامبر گرامی اسلام ماه رمضان را ماه صبر نامیده است، صبر به خاطر این که انسان از صبح تا شام تکلیف گرسنگی وتشنگی را حس می کند، در این حالت است كه انسان متوجه می شود که درجامعه افراد و اشخاصی هم هستند که در 24 ساعت همین تکلیف را حس می کند و از گرسنگی رنج می برند که این عمل باعث می شود تا افراد واشخاص غنی و ثروتمند نرم دل شده و به فقرا کمک کنند.رئيس مجموعه علمي وزارت حج و اوقاف مي گويد: كه در ماه رمضان بايد همسايه ها يكي به ديگر بيشتر متوجه شوند، با فقراي دوروبر خويش معاونت كنند.وی همچنان گفت: دولت نیز وظیفه دارد که به طبقه فقیر جامعه هم خود کمک و یاری نماید و هم اشخاص ثروتمند جامعه را متوجه این مسأله بسازد."من سه فرزند دارم، شوهرم بیکار است. یعنی نمی تواند کار کند؛ چون که معتاد است، خودم نانوایی می کنم، این خانه که ما در آن نشسته ایم مال کاکای شوهرم است، وقتی ما از ایران آمدیم جایی را برای ماندن نداشتیم، پولی هم نداشتیم که خانه را به کرایه بگیریم به همین خاطره کاکای شوهرم این خانه را به ما داد.او که دخترش را در بغل گرفته بود و در راه پله ( راهزینه) تنور خانه نشسته بود من هم در کنارش نشسته بودم، او به شوهرش که در حویلی مصروف کاری بود، اشاره کرد و با صدای گرفته و چهره غمگین ادامه داد: شوهرش برای مدتی در مندوی کابل بارکشی می کرد؛ اما دیگر نتوانست به خاطراین که کمرش درد می کند و از طرفی دیگر او که معتاداست و نمی تواند کار کند.از او پرسیدم که ماه رمضان را چطوری سپری می کنید؟ گفت: بعضی وقت ها همسایه ها و کسانی که برای آن ها نان می پزم غذا روان می کنند و اگر کسی چیزی روان نکند کچالو را جوش می دهیم. بعضی وقت ها می شود که کچالو هم نمی داشته باشیم و مجبور می شویم که آب و نان خالی را بخوریم. بعد صدایش گرفت و گریه کردن دیگر امان اش نداد؛ اشک های اش را با گوشه چادرش پاک کرد و با صدای گرفته ادامه: رمضان که چیزش نمانده بالاخره هر طوری که بود گذشت.مرا بیم زمستان گرفته. پارسال که ما چوب نداشتیم در بخاری بسوزانیم، لباس های کهنه را که همسایه ها و کسانی که ما را می شناختن آورده بودن می سوختاندیم تا خانه گرم شود.باهمان صدای گرفته و چشمان اشک آلود ادامه داد: نانوایی کردن خیلی سخت است، دود نانوایی مرا بسیار اذیت می کند، گلویم را می سوزاند و چشم هایم را اذیت می کند، یک مدتی می شود که سرفه می کنم و از گلویم چرک می آید، اما پول ندارم که بروم پیش داکتر .از اوپرسیدم آیا برای عید چیزی خریده اید؟ گفت: ای وای ما به نان شب خود محتاج هستیم شما از عید می گویي! قبل از این که شما بیایید فکرمی کردم که برای شب چی پخته کنیم آخر چیزی برای پختن نداریم و شما از عید و خرچ عید حرف می زنید هر وقت آدم شکم اش سیر بود همان روز عید است. چند لحظه سکوت کرد و به طرف شوهرش که در حویلی ایستاده بود نگاه معناداری کرد و بعد ادامه داد: وقتی وضع زندگی آدم خراب باشد و پولی نداشته باشی هیچ کس کمکت نمي کند، وقتی خانه دوست و اقارب بروی رفتاری درست نمی کنند، وقتی پول نداشته باشی آبرو هم نداری .عبدالعلی محمدی عضو هیأت علمی واستاد مؤسسه تحصیلات عالی خاتم النبین می گوید: وقتی ما فلسفه روزه را مطالعه می کنیم می بینیم که یکی از حکمت های روزه این است که افراد در هر طبقه اجتماعی قرار دارند در یک وضعیت برابر و مساوی قرار می گیرند، یعنی وضعیت به گونه اي است که شدت گرسنگی و تشنگی زمانی که به فرد عارض می شود درهمه مردم یکسان است، اگر خوب و دقیق فکر کنیم این مسأله رمز و رازهای دارد.وی اضافه نمود: وقتی گرسنگی و تشنگی فشار می آورد این حالت در ذهن افراد سوال ایجاد می کند که به خاطرچی و ممکن است همان شخص از لحاظ طبقاتی در سطح بالای قرار داشته باشد و از امکاناتی خوبی برخوردار باشد و زندگی مرفع داشته باشد. این شخص تا در این مرحله قرار نگیرد شاید وضعیت افراد تهی دست و فقیر جامعه را خوب درک نکند؛ اما وقتی طعم گرسنگی و تشنگی را چشید از لحاظ روانی یک احساس عاطفی برای اش ایجاد می شود که وقتی آدم یک روزه گرسنه است این وضعیت را پیدا می کند، حالا اگر قرار باشد که کل زندگی آدم در رنج و زحمت باشد در این وضعیت چی خواهد شد، این حالت باعث می شود که حس انسان دوستی و نوع دوستی انسان تحریک شود و به فکر فقرا باشد.

 

 

د فاټا سياسي صورتحال

 

سنجش

 

د ډيورند سرحدی پوله انگريزانو په داسې شکل تنظيم کړی وه چه د هغه په ټولو اوږدو کی له اقتصادی نظره حاصل خيزه، آبادی آو همواره سيمې آو له استراتيژيکه نظره حاکمې منطقی، کوتلونه، معبرونه آو دری انگليس ته رسيدی . په فاټا کې ازاد ايجنسيي ديوسياسي مقاصدوپه خاطر دانګليسانولخوا جوړشوي وۀ انگليسانو د هغه وخت له شوروی اتحاد نه په هيره کې وه ترڅوشوروي اتحاد د عرب سمندرگی او فارس خليج گرمو اوبو ته لار خلاصه نه کړی د انگليس د دی استراتيژی له مخی که شوروی قوتونه په افغانستان را پريوزی بايد د اسلام په نامه جوړ شوی هيواد پاکستان کی د هغه پر ضد مقاومت ايجاد شی تر څوچې شوروی قوتونه له افغانستانه بير ته په شا وتمبول شی آو سمندر ته د وتلو هيڅ مجال پيدا نه کړی،

انگليسانو دازادو ايجنسو په علاقوکې پرته د سرکونو، نظامی مستحکمو کلا گانو، چوڼيو آو گارنزيونونو له جوړولو نه هغه هم د خپلو قوتونو د استفادی آو د خپلی استعماری سلطی د تحکيم آو د هند د ساتلو د پاره نور هيڅ کار د دی سيمی دمعارف، فرهنگ، اقتصاد آو علومو د ودی د پاره ونه کړ آو ډير کوشش ئی وکړچه د دی سيمی ژ بی آو فرهنگ ته په داسی مسير کی تغير ور کړی چه د دوی د اصلی هستی افغانستان له فرهنگ آو ژ بی سره توپير ولری آو په تدريج سره دا خلک خپله آرزومندی( له افغانستان سره بير ته يو ځای کيدل ) هيره کړی . د انگليس ختميدو نه وروسته دپاکستان دولت د پښتنوآو بلوڅو په هکله هماغه د انگلس پاليسی ته دوام ورکړ،

په افغانستان کې د شوروي لښکرو د بريد څخه وروسته، غربي نړۍ ته او په خاصه توګه د امريکا د متحده ايالاتو لپاره پاکستان په سيمه کې د نوي ستراتيژيک متحد په توګه ډير ارزښت پيدا کړ او د پاکستان حکومت د همدې مؤقف په موندلو سره نه يوازې د بنسټ پالنې لوی ساختارونه او مرکزونه جوړ کړل بلکه پاکستان يې د نړۍ په اتومي کورنۍ هم ورګډ کړپه دې ډول سره پاکستان د تيری پيړۍ په اواخرو کی خپله وظيفه اجرا کړه .


 د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ نيټې د پيښو نه وروسته يو ځل بيا پاکستان ته بل چانس ورپه برخه شو. د پاکستان حکومت د نړيوال تروريزم په ضد مبارزه ور ګډ شو پداسې حال کې چې اوس دنړي هيوادونه په دې متفق شوي چې دفاټا سيمه چې دپاکستان ترکنترول لاندې سيمه ده د تروريزم اصلي منبع ګرځيدلې ده . په افغانستان کې دناراميو په بريدونوکې ډيروالې اوداتحادي عسکروپه وژنه کې زياتوالې ددې باعث ګرځيدلې دى ترڅو فاټا په بين القوامي ډګر کې دتوجو وړوګرځي څوموده پخوا د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل يوه رپوټ کې ليکلي وۀ چې د سي اى اې يوۀ لوړپوړي چارواکي پاکستان ته سفر کړى چې د پاکستان په قبايلي سيمه او د پولې پورې غاړې افغانستان کې له اسلامي اورپکو سره د اى اېس اى پر اړيکو له اسلام اباد سره مخامخ خبرې وکړي . دپاکستان حکومت د اړيکو درلودو له تورونو پرله پسې انکار کوي خو دا يې منلې چې روانه اوونۍ امريکايي چارواکو له لومړي وزير يوسف رضا گيلاني سره واشنگټن ته په خپل سفر کې دا موضوع په خورا اندېښنې سره راپورته کړې ده .

په تېرو څو مياشتو کې افغانستان په بې ساري توگه د نا امنيو شاهد پاتې شوى دبي بي سي درپورټ په اساس داسې ښکاري چې په افغانستان کې جگړه ډېر پېچلي حالت ته ور د ننه شوې او هېڅوک نه شي کولاى دا پيش ګويي وکړي چې دغه جگړه به کله او په څه ډول پاى ومومي، دغه حالت په دې وروستيو مياشتو کې ان د امريکا او ناټو مشران هم انديښمن کړي او دې ته اړ شوي چې نوي ځواکونه او نوې وسلې دغه هېواد ته ولېږي .

له بلې خواڅخه دناتو په عملياتوکې دبې ګناخلکو وژنو سره خلکوخپل سخت غبرګون ښکاره کړي رپوټونه ښيي چې په افغانستان کې د تېرو دوو کلونو وړاندې په هوايي بمباريو کې د ولسي وگړو مرگ ژوبله نژدې درې برابره شوې ده دغه راپور وروسته له هغه خپرېږي چې دوه اوونۍ وړاندې د هرات د شينډنډ په ولسوالۍ کې کابو ٩٠ کسان په هوايي بمباريو کې ووژل شول د بشري حقونو د څار ډلې چې مرکز يې په نيويارک کې ده له بهرنيو ځواکونو غوښتي چې هغو تېروتنو د پاى ټکى کيږدي، چې د ملکي کسانو په وژنه تمامېږې دوى همداراز په طالبانو هم غږ کړى چې ملکي خلک د ډال په توگه ونه کاروي . د بشري حقونو د څار ډلې دغه نوى راپور ښيي چې په افغانستان کې د ملکي کسانو د وژنې کچه د ٢٠٠٦ او ٢٠٠٧ کلونو وړاندې نژدې درې برابره زياته شوې ده . اسوشيټيډ پرس اژانس خبرورکوى چی سږ کال په افغانستان کی د ټولو بهرنيو پوځيانو د تلفاتو شمېر  ۱۸۸  کسه دﺉ چی پدې کی ۱۰۱  امريکايان دي ، حال دا چی په ۲۰۰۷ کی د دې بهرنيو پوځيانو د تلفاتو مجموعی شمېر ۲۲۲  و ، چی په هغه کی ۱۱۱ يی امريکايان وو . اسوشيټيډ پريس زياتوی چی ښايی په روان کال کی د بهرنيو پوځيانو د تلفاتو شمېر نور هم ډېر شی چی دا د طالبانو د سريع قوت معنا ورکوي .

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي په وروستيو مياشتو کې د ناامنيو ستر لامل دغه هېواد ته د القاعده شبکې ځيرنه ده . د دغه وزارت د وياند جنرال ظاهر عظيمي په خبره په قبايلي سيمو کې د پاکستان د حکومت او طالبانو تر منځ شوي جوړجاړي د طالب اورپکو په جگړه ييزو تکتيکونو هم اغېز شيندلى او دغلته يې د جگړو اور ته تر پخوا زياته لمن وهلې : '' د پاکستاني جنگيالو او حکومت ترمنځ تړونونه ددې لامل شول چې د جنگياليو ځواک دې افغانستان ته پاملرنه وکړي، د عراق پېښو هم خپلې اغېزې لرلې دي، د طالبانو لخوا د جگړه ييزو تکتيکونو بدلول په داسې توگه چې وړې ډلې يې جوړې کړي او په ډېرو سيمو کې تيت شوي هم کېداى شي د پېښو په ډېروالي کې رول ولري

د امريکا ولسمشر بوش د سې شنبې په ورځ ( د سپتمبر ٩ د وږي ١٩ ) اعلان وکړ، چې له عراق څخه به ٨٠٠٠ ځواکونه را ستانه او افغانستان ته به يې واستوي. بوش دا هم ويلي چې د نوي ميلادي کال په سر کې به يو بل کنډک هم له عراق څخه راوغواړي چې په دې سره به افغانستان ته د نويو استول شويو لښکرو شمېر زياتوالې راشي

ولسمشر بوش په افغانستان کې د ځواکونو ماموريت داسې په ډاگه کړ :'' د دې ځواکونو کار به دا وي چې له افغان ځواکونو سره په گډه کار وکړي چې افغان ولس ته امنيت برابر کړي ، د افغانستان زير بنا او ديموکراتيکې ادارې خوندي کړي او د روغتيا او ښوونې و روزنې په څېر د اسانتياوو ساتنه وکړي . دوى به د افغانستان خلکو ته وروښيي چې حکومت او د حکومت ملاتړي به د طالبانو او سخت دريځو په وړاندې جگړه کې له دوى ورسره وي . '' خو په وړاندې يې د ډيموکراتانو نوماند بارک اوباما چې دا ګړۍ د متحده ايالاتو په مرکزي ايالتونو کې په خپل ټاکنيز کمپاين بوخت دی د ولسمشر بوش تر دې اعلان دوه ساعته وروسته خبريالانو ته څرګنده کړه چې افغانستان ته دنورو لښکرو استول هغه تګلارده چې ده يې تل ږغ کړی خو ده نيوکه هم کړې چې د دې ځواکونو په شمېر، سرچينو او هم بېړه کې د زياتوالي سخته اړتيا شته .

د پاکستان نوي ټاکل شوي ولسشمر اصف علي زرادري د پاکستان د دولسم ولسمشر په توگه ددسمبر په ٩ کال ٢٠٠٨ کې لوړه وکړه. دغې لوړې ته په ميلمنو کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزى هم ورغلى و کوم چې دافغانستا ن دخلکود ښه نيت ثبوت هم کيداي شي ترڅو په راتلونکي کې دغه دواړه هيوادونه په خپلو کې دښه تعلقاتو دساتلو لپاره سره ګډ کار وکړي افغان ولسمشر حامد کرزي د لوړې له اخيستو وروسته اصف علي زرداري ته مبارکي ورکړه. ګرچې زرداري داژمنه کړې ده چې د هيواد د اسلام پالو په وړاندې به اغيزناکه تگلاره خپلوي او د پاکستان په سرحدي سيمو کې د اورپکو ځايونه مخامخ په نخښه کوي . داچې دى ځان ته د پيپل ګونډ داهدافو پرمخ وړونکي وايي نوډير زربه وليدل شي چې دافغانستان سره په شريکه پوله کې داورپکو په خلاف څنګه عمل کوي

سياسي څيړونکو په نظر دغه جنګ چې اوس دپولې دواړه خواوي پښتانه په کې راګير شوي که چيرې ددې جنګ مخ نيوي ونه شي نو دغه جنګ به سيمه ايزه بڼه خپل کړي اوپه دې که به منځني اسيا ۀ ، پاکستان راګير شي همدااوس چې کومه وضع دپاکستان په قبائلې علاقوګې روانه ده دسياسي مبصرينوله نظره که چيرې دغي حالت ته توجو ونه شي فاټا بۀ بل اخره دپاکستان له کنتروله ووځي اوپه سيمه کې به يو لوى بحران رامينځ ته شي ددې بحران انجام هيڅوک نشي معلومولې ددې خبري پخلې دپاکستان دنشنل ګوند صوبايي مشر افراسياب خټګ په خپل هغه ليکنه کې کړي چې دروان کال په ٢٨ جولائ کې دډان په ورځپاڼه کې نشرشوي ده داسي اشاره کوى (( دا يوه يقيني خبره ده چې نۀ صرف د پاکستان او افغانستان بلکې د ټولې دنيا د ملکونو د تحفظ او امن انحصار دا وخت په فاټا کښې کېدونکي پېش رفت باندې ولاړ دے. د دغې پېش رفت په حواله فوجي او سياسي ماهرين د مختلفو حالاتو او واقعاتو نشاندهۍ کوي. القاعده او نورې انتها پسندې ډلې د بيا منظم کېدو نه پس دا صلاحيت لري چې په امريکه يا نورو يورپي ملکونو د 9/11 په رنګ حملې وکړي . د پاکستان او امريکې ترمنځه په اوچته سطح د تبادلو ختمېدو حوالې سره چې کوم رپورټ راغلے دے هغه دا ثابتوي چې امريکه به د پاکستان خلاف هم هغه رنګ انتقامي کارروائي کوي کومه چې هغې په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت خلاف کړې وه. هم دغه شان د دې حقيقت نه هم انکار نۀ شي کېدے چې عسکريت پسند په ډېره لويه پېمانه د پاکستان زمکه د پولې نه د هغه خوا جنګ دپاره استعمالوي. په حقيقت کښې ټولې قبائلي اېجنسۍ چې د افغانستان سره لګېدلي دي د دغې جنګ دپاره استعمالېږي.د پاکستان وفاقي حکومت دې د شدت پسندو خلاف په دې جنګ کښې خپل شکست قبول کړي او يا دې په سياسي توګه دا مسئله حل کړي افراسياب ليکي کۀ مونږ غواړو چې په قبائلي علاقو کښې د عسکريت پسندو ځايونه ختم کړو او د ملک د نورو برخو سره ئې يو کړو نو د دې دپاره حکومت له short term او long term اقدامات کول پکار دي. د دې مسئلې د حل کولو دپاره ضروري ده چې په عوامو کښې قامي سوچ پېدا کړو ))

په افغانستان کې د ناراميو په ډېرېدو سره يو ځل بيا په دغه هېواد کې د گاونډيو هېوادونو، په ځانگړې توگه د پاکستان په رول پوښتنې را پورته شوې دي . له پاکستان سره په گډه پوله د ناراميو د پېښو د زياتوالي سربېره په دې وروستيو کې په کابل کې د هندوستان پر سفارت ځانمرگى بريد وشو، چې شاوخوا ٢٠٠ کسانو ته پکې مرگ ژوبله واوښته . افغان ولسمشر حامد کرزي د دغه بريد پړه د پاکستان پر څارگره اداره ور واچوله . بل پلو د پاکستان د ننه د وسله والو طالبانو نفوذ مخ پر ډېرېدو دى، چې ځېنې سيمې يې ترخپلې ولکې لاندې راوستې دي .

د فاټا تازه صورتحال په بين القوامي ډګر کې دپاکستان رول مخ په کميدو کړي اوس اروپايي مشران مستقيم ان کابل ته خپل سفرونه کوي کوم چې پخوا بۀ ددې هيواد په نيت لمړي پاکستان ته راتلل دمثال په ډول دبارک اوباما سره افغانستان ته راغي مګر دده په سفرکې دپاکستان نه ليدنه په پروګرام کي شامل نشو ، په پاکتستان باندې فشارنورهم زياتيږي ترڅو په خپلو فعاليتونوکې دعسکريت پسندوپه مقابل کې نورهم زياتوالې راولي اوس چې نړيوالی ټولنې په افغانستان کې د سولې د تامين او ټينګښت او پدی توګه د دموکراسی د راوستلو نيت لري نو بايد تر هر څه د مخه پاکستان دی ته اړ باسي ترڅوپه پاکستان کې د بنيادګرو پر ضد کلک ګامونه پورته شي او د تل لپاره د پاکستان ، افغانستان خلک ددې شرنه خلاص شي .

په پاکستان کې د سيمه ييزو مسايلو شنونکى او خبريال احمد رشيد دداود اعظمي سره په خپله مرکه کې ويلي دي . احمد رشيد : زه فکر کوم چې په دې کې شک نشته چې که چېرې د پاکستان د پوځ همکاري نه واى نو د طالبانو مشران به په تېرو اوو کلونو کې په پاکستان کې نه واى اوسېدلي، ماپه خپل کتاب کې ليکلي چې دغه همکاري څنگه پېل شوه او پوځ د دغه ملاتړ لپاره څه دلايل لري، د پاکستان پوځ دا دليل لري چې امريکايان او ناټو کېداى شي له افغانستانه ووزي دبي بي سي پښتو ويب پاڼه ))

دشلمي پيړۍ په دوران کښې پښتانه په مختلفونمونوسره په دې جنګ کې ګيرپاتي شوي اودادې اوس يوځل بيا دترويرزم په خلاف په دې جنګ کې ګيرشوي او دوي ته دشک په سترګه کتل کيږي په دې جنګ کې پښتون قوم لويه قربانې سره مخامخ شوي اودهرې ورځي په تيريدوسره يوخطرناک موړته داخليږي د دې جنګونوپه وجه سره په زرهاوو تعليم يافته پښتانه په مختلفو شکلونوسره ووژل شو اودغه لړي جريان اود پښتنو په ضد يوه غټه او سنجول شوې توطيه روانه ده. ددې توطيې اصلي لوبغاړي او ددې لوبغاړو مزدورې کړۍ کوشش کوي ترڅو پښتانه په هرنوم چې وي وزپي . پښتانه چې دا مهال د ترهګرۍ ضد جګړې د ښامار په خوله كې دي او د جګړې تر ټولو زيات زيان زغمي نو ورته په كار ده چې له ستونزو او پېښو سره په خورا احتياط او هوښيارۍ چلند وكړي، داسې نه شي چې د دوى له پاكو احساساتو څخه د دوى دښمنان او مغرضه كسان ګټه پورته كړي او په روانه جګړه كې د دوى د لا ځپلو له پاره ترې كار واخلي په دې وجه سره پښتانه د خپلې بقا له پاره اړ دي چې د ژوند په فرهنګي، سياسي، اقتصادي او تكنالوژيكي برخو كې د سيالۍ بار پرغاړه واخلي او په ټول فكري او مادي ځواك سره د مبارزې ډګر ته ودانګي ترڅو دموجوده سياسي بحران مخه ونيسي . په دې هيله چې دپاکستان او افغانستان حکومتونه په فاټا کې دروان صورتحال له رڼا کې دنوي عصر دغوښتني سره سم داسې قدمونه اوچت کړي ترڅو دپولې دواړه خواوي پښتانه ددې عذاب نه خلاص شي اوپه دې سيمه کې صلح اوارامي تامين شي . 

دنوید روز خبره:

زرداري به  څه وکړي؟  زېړ سپی د ګيدړې ورور دی

آصف زرداري د پاکستان د ابزاري سياستمدارې بې نظېر بوټو ميړه د جمعې په ورځ د پاکستان په انتخاباتو کې د پام وړ رايې ترلاسه کړي اود نواز شريف د اسلامي ګوند د مخالفتي هلو ځلو سره سره ،رسما د پاکستان د جمهور رييس په توګه و پيژندل شو.او په نږدې راتلونکي کې به  د لوړې مراسم هم تر سره کړي.که په دې سترګې پتې کړو چې زرداري په پاکستان کې يوولس کاله نه په کوم سياسي جرم بلکه د ښکاره فساد او اختلاس په تور بندي وو او دسياسي بحران په نتيجه کې بې له کومې جريمي او د اختلاس شويو پيسو په ورکولو سره له بنده خوشې شو چې په حقيقت کې دې اوس هم د پاکستان خلکو ته يو مجرم کس دی،نو پردې خبره بايد تېر نه وځو چې د زرداري د ګوند نوم په خلکو پورې اړه لري او دې به وکولای شي چې د افغانستان او پاکستان د اړيکو په ښه کولو او يا لږ تر لږه په خپل هېواد کې د روزل شويو تروريستانو مخه ونيسي. زرداري، د هغې سکې بل مخ دی چې يوې خواته يې د بې نظيرې څيره وهله شوې وه.په هغو کلونو کې چې بې نظيره قدرت ته ورسېدله، داسې انګېرل کېده چې دابه  نه يوازي له جنرال ضيا څخه د پاکستان د خلکو غچ اخلي بلکه د خپل شهيد پلار ننګه هم کوي او دا چې دا ديوي چپي ګوند مشره ده نو خامخا به د ګاونډيو هېوادونو په څانګړي توګه د افغانستان سره چې يوه موده حتی د ده دوينې شريک سکه ورور يې هم د ضيا له حملاتو څخه ساتلی دی ملا تړ کوي او که هېڅ ونه شي کړای نو دومره خو به وکړي چې له پاکستان څخه د افغاني تروريستانو ځاله چې جنرال اختر او ضياؤالحق جوړه کړې وه وباسي او د دواړو هېوادونو اړيکو ته به د دواړو د ګټو سره سم نظر کوي.خو له بده مرغه دغه مترقي غږې او خاين العمله سياستمداره نه يوازې دا چې د پاکستان دخلکو ګټې له خپلو هوسونو قربان کړه،خپل سکه وروريې له افغانستان څخه راوغوښتل او په مکرونو يې له مينځه ويوړ،دخپلې مور سره يې چې د ذوالفقار علي بوټو د لارې پياوړې لاروۍ وه لاس او ګريوان شوه او له ټولو کارونو او سياسې پستونو څخه يې ګوښه کړه او خپله ضياؤالحق ته سلامي ودرېدله  او ديوه بدنامه حکومت د صدراعظمې په توګه هغه کارونه او ناشايسته کړنې يې ترسره کړې چې هم يې دمتر قي ګوندونو ته د شرم او خجالتۍ سبب شوه، هم د پاکستان ولس ته يې خپل مخ تور کړ او هم يې د مبارز پلار روح يې په قبر کې نا آرامه کړه.يوازې او يوازې د زرداري د اوامرو تابعيت ته يې دوام ورکړه.تر دې چې پخپله د خپلو غلطو سياستونو ناکامه قربانۍ شوه او داسې بد حالت کې له مينځه لاړ چې په ډېر لنډ وخت کې نه يوازې د خپلو خپلوانو او پلويانو له سترګو پناهه شوه بلکه له زوړنو څخه هم ووتله اوس يوازې  د ظاهري سياست په خاطر يادېږي که نه نو هغه څوک يانې زرداري چې څه غوښتل هغه شوی نور ددې د نوم ديادولو دپاره هم  چاته وخت پاتې نه دی. زرداري د داسې يو هېواد ولسمشر شو چې د هغه کورنيو او بهرنيو بحرانونو خپل او ج ته رسېدلي دي هغه بحرانونه چې نصيراله بابر او دپاکستان اخواني ډلو پخپله د پاکستان او د سيمې د هېوادونو د دناآ رامه کولو د پاره کرلي دي.همدا اوس په پاکستان کې تر زرو(١٠٠٠) زياتي ديني مدرسې شته چې د دين په نامه  کورنيو او بهرنيو  ځوانانو ته تروريستي سبقونه ورکوي.ددې مکتبونو راټولول او يا د هغو په اړه کوچنی ګام پورته کول د زرداري  د برخليک په ټاکلو کې نيغ په نېغه رول لري.له بلې خوا هلته دپاکستان د غېر نظامي تروريستي سازمان مشر مولانا قاضي حسين احمد د دې ښوونځيو د ساتنې دپاره کلک کمينونه خپل کړي دي او د هغه بهرني حاميان هم چې کفار اسلام پالي هيوادونو لکه امريکا او انګليستان دی،دې ته لا تيار نه دي چې د تروريستي ښوونځيو ځاله راټوله شي، ځکه چې ((هنوز اول عشق است وسفر دنباله دارد))،ددې ښوونځيو په وړاندې لا ډېرې دندې په مخ کې دي.له يوه طرفه هغه پانګې چې پر دې ښوونځيو لګېدلي دي د زرداري غوندې کسانو سره نه تبادله کوی او له بله طرفه زرداري لا نه پوهېږي چې جمهوري رياست ته دده په رسېدلو سره دا مانا نه افاده کېږي چې هر څه يې زړه وغواړي ترسره کولای شي . زرداري څوک دي؟دی هماغسې چې مخکې وويل شو،دهماغې سکې ب