![]() |
|
نوید
روز ،تربیون ازاد روشنفکران، در زمینه های آشتی ملی ،تفاهم
|
|
شعرامروزافغانستان
سمیع الدین سعیدافغانی داڅه حال دی؟ دغــه خــوب دلـــیدو نه دی نه خوبونــــه دلــــیــــدو دي داحــــالت دلــــیـــدو نه دی نه وخــــتونه دلــــیــدو دي
څه تیارې دي خــپری شوي سمــــه اوغر یې دی نــیولی دې وحشي وحشي شیبوکې دا فــــرصت دلیــــدو نه دی نه وخــــتونه دلیــدو نه دي
ددې شـــنه اسمان تر څنګه دا زخـــمي زخمي وختونه مرګ او ژوبــله ، بیوسي ده دا دهشــــت دلیــــدو نه دی نه وخــــتــونــه د لــــیدو دي
پرهارونه مـــرګ او ژوبله دبــــیرحــــمو قـــا تــــلا نو د ظــــالــمــــو جــــابــــرانـــو دا وحـــشت د لیدو نه دی نه وخــــتونــــه د لیــدو دي
حالتــــونــــه تـــوفـــاني دي اوس وختونه تــــوفاني دي ای د وخــت سالار تــربوره ستا خصلت دلیــدو نـه دی نـه وخــــتونــه دلــــیدو دي
نن دخــــدای د بنــــده ګــانو ډیر بې حــــده سپـکه کیږي څوک پرزیږي څوک زړیږي دا قــــیامت دلــــیدو نه دی نــــه وخــــتونــــه دلیدو دي
ای ددې زمــــان انــــسانــــه ســــره یو شه یــــو همت شه یوه چــــیغه د غــــیرت شـــه نــــور غفلت دلیـــدو نه دی نــــه وخــــتونــه دلیدو دي
تــــر دې غــــلو او ګـــیدړانو داوحــــشي ، ســــړي خورانو ترینه خلاص مظلوم انسان کړه دا ذلــــت دلــــیــــدو نــــه دی نــــه وخــــتونــــه د لیــــدو دي ----------------------------------- سمیع الدین افغاني نه راځم اوښكه شوم ليموته بيرته نه راځم ستاكلیو كوڅوته بيرته نه راځم پريوتم ګريوان نه توروخاوروكې ستاسرواننګوته بيرته نه راځم جوړدي دسلګواو اوسيلو كړمه زړه كې دي غموته بيرته نه راځم تل دى دتومت په كاڼوزه ويشتم نوردى مالتوته بيرته نه راځم نشته دى رندان پيالۍ نسكورى دى شيخه ستافتووته بيرته نه راځم لاړلوساقي چې ځوانيمرګ شولو ورانو ميكدوته بيرته نه راځم
اسدالله ميوند- نورالله وثوق
تابوشکن همت الله امين زى کنډوالې
وطن ځکه کنډوالې شو
گلوگاهِ فضا نیمګړې لار
مونږ ته مـــــــــو خپــل دکلې لار ياديږي
مونږ دژوندن پــــــــــه اوږ دې لار ورتلو
دامــــــــــــو دديــــــــن او دائــــيــــن لاره وه
مـونږ پدې لارکې خپل مقصدلورې تلو
ددغــــې لارې د مــنــــزلـــنـــــــــو وروسته
اوس هـــــم منزل ته رسیــــــــــدل ګران دي
ددغــــې لارې ســــرانــــجـــــــــــــام نشــته
پـــه پــــردوسر پــــه بــــل ګلــــــــــــشن لاړو
اوس يــــو مــحتاجــــــــــه دپــردو د وطن
دلـــته مو هـــــــــــــم ز مونږ ارمـــان ژړوي
مــــونږ زحــــمتونـــــــــــه کـــړاونــــه ګالو
چې په وطن مـــــــــــولوی ناتار جوړ دی
مونږخـپل وطن تـه دخـــــــــدمت په هيلـه
اوس په همــــــــدې ارمــــان سوچونه کوو
مونږ ويــــل وطنـــه چـــې اباد به دې کړو
چې مو پــــدې دنــيا جنــت جــــــــوړوای
کله بــــــــــــه خپـــل وطــــن ابــــاد ووينو؟
اوس ترې محــــــــروم يوهرهرڅه تباه دي
که خـــــــــــداې مو بـــيا په هغه لار بوځي
ربــــه موږ ستا نــــه تـــل امــــــــا ن غـواړو
ته مو عــــزت تــــه مـو همت وســــــــــاتې
څه بــــې ګناه ډيــــر افغـــــــــانان تباه شول
لـــه دغـــــــــــــــه بنده مـــوږ ازاد کړې ربــه
تــــر څــــو د کلـــــــــــو پــــه لار بيـا لاړ شو
په افغاني احســــــــاس وطــــن جــوړ کړو
درحمان با با مزار
چه د رحمان بابا مزار ورانوي
دا د فرهنګ او د ادب دښمنان
زموږ تاریخ ته دوی په سپکه ګوري
نن د صوفی عبدالرحمان په پلمه
دوی د انصاف او انسانیت نه لری
دا تنګ نظره دتعصب لیونیان
اغیار به دا ارمان تر ګوره ویسي
افغانی زموږ د پرګنو یووالی
جلا وطن
دا موږ څومره بد نصیب یو په پردو کی چه ا وسیږو نه د ځان نه د قریب یو غیر ملکو کی چه اوسیږو
وطن مور وطن عزت دی وطن مینه محبت دی اوس مو وران دی د زړه کلی شوګیرو کی چه اوسیږو
دغه څوک دی چه یی وران کړو نن احتیاج یی د جهان کړو دا دکوم ظالم له ظلمه تورو شپو کی چه اوسیږو
کاش د خپل وطن بزګر وای یا چوپان وای یا کار ګر وای اوس په بل ملک کی نوکر یو په چرتو کی چه اوسیږو
دلته بل رنګ ترانی دی دلته بل شان ته نغمی دی موږ د خپل مالت نه لری په میرو کی چه اوسیږو
نه ځما د کلی خوند شته نه هغه د یاری رنګ شته دلته مینه بازاری ده په دوکو کی چه اوسیږو
دلته زړونه دی مات شوی د مستی نه دی ولیدلی هر قدم کی مایوسی ده په سلګو کی چه اوسیږو
که لوی خدای مو مهربان شی د رحمت په موږ باران شی په وطن کی مو وروری شی خپل بانډو کی چه اوسیږو
ربه موږ هم بنده ګان یو د یو خوږ ژوند په ارمان یو لا تر څو به محتاج ګرزو امیدو کی چه اوسیږو
افغانی وطن سور اور شو تر اسمانه لوګی خپور شو اه فریاد دی د بیوزلو تورتمو کی چه اوسیږو ------------------------------- سمیع الدین افغانی ٧ - ٢ - ٢٠٠٩
څار وان
دا مو خپل که اجنبی دی
دوی کې لویه ځان ځاني ده
دي بې لارې ټول منزلونه
په بې لارو ، لارو سر دی
هر یو ځان ، ځانله غره دی
دی کاروان کې انسانان دي
هم تور سرې ، ماشومان دي
دوي کې مینه ده وروري ده
دوي په تمه د ژوندون دي
ای ددې کاروان څاروانه
ستا غفلت کې نابودي ده
لږ دمه شه ای مغروره
دلته زړونه په لمبو دي
په صحیح لار مو روان کړه
افغاني احساس اشنا کړه
دا افغانستان دی
ای وطنه ګران وطن ښکلی ګلستان وطن دا مو د خاپوړو کور دی جنت نشان وطن
ښه باغ او باغچی لری رنګ په رنګ میوی لری ښار د قندهار زموږ پیغلی پښتنی لری
ښګلی ننګرهار ته ځم ګل د نارنج ښار ته ځم بیا به د سپرلی موسم د ښکلو دیدار ته ځم
غرونو کی زمریان لری جنی اټن چیان لری خلکو د پکتیا سیمه ښه ښایسته ځوانان لری
لوړ نام او نشان زموږ دا د اسیا بام زموږ څومره لوړ شهرت لری لعل د بدخشان زموږ
دروند په زیارتونو دی ځای د طاعتونو دی دا د غزنویانو کور زړه د تاریخونو دی
لاړ به شو مزار ته بیا د روضی دیدار ته بیا سوال به د ایمان وکړو د الله دربار ته بیا
دا مو قومو کلی دا مو د دودو کلی لوړعالی کلتور لری دا مو د نیکو کلی
لوړ په تول جهان دی دا کور د افغان دی دا مو د پلرو کلی دا افغانستان دی ----------------------------- سمیع الدین افغانی کال ۲۰۰۲ مهاجرت
دمینی رنګ
یاره ستا په اننګو کی چه د چا د وینی رنګ دی زما د پاکی مینی حقیقت پکی څرګند دی
ما ویل سترګی دی خوږی دی دی ویل توری په رنجو دی ما ویل مینه دی سور اور دی دی ویل یار زما ملنګ دی
ما ویل زما سره اشنا شه دی ویل زموږ کلی ته راشه ما ویل مینه رسوا کیږی دی ویل دا دمینی خوند دی
ما ویل ښکلی دی ځوانی ده دی ویل مینه رسوایی ده ما ویل زه دی لیونی کړم دی ویل یار می غنم رنګ دی
ما ویل سپینه خوله دی راکړه دی ویل مینه کړی بی باکه ما ویل زړه ته می نژدی یی ویل زه شمع یار می پتنګ دی
ما ویل راشه مازیګر ته دی ویل دربه شم ګدر ته ما ویل لاره به دی څارم ویل منګی می شین په څنګ دی ---------------------------------- سمیع الدین افغانی ۲۵/ ۴ / ۲۰۰۷
دغه څوک دی
څوک دی څوک دی دغه څوک دی چې مې نه پرېږدي خپل کار ته چې مې نه پرېږدي روزګار ته دغه څوک دئ چې له لریو واټنونو واویلا ژړا فریاد زما د لوڼو یې په غوږ دی. دغه څوک دغه څوک را پېدا له کوم یو ټوک دئ چې زما لاس یې نیولی او ما نه پرېږدي چې (لور) مي دغه خپل د کهول شرم کړم د تورو خاور لاندې او ځان خپل دکلي کور او خپلې سيمې له سیالانو سره سیال کړم. دغه څوک دی؟ دغه څوک دی؟ چې دلمر له سپينو وړانګو یې دستار دی او جامې یې دی مینځلي د سپوږمئ د خم په رنګ کې سپینو ستورو نه یې ږیره درڼا امسا یې لاس کې څيروي د تیارو زړونه خلک ځان پسې را کاږي دکلو پر تږبو ژبو دپېړیو د پوړیو ددې تندو پر تندیو څڅوي او را روان دی د رڼا د اوبو څاڅکي. دغه څوک دی؟ دغه څوک دی ؟ چې کونجئ یې دي په لاس کې خلاصوي هغه دی ګورئ د تیارو زړونو قفلونه؟ خلاصوی هغه دی ګورئ دفردوس په لورې لاره پر بڼو د خپلو سترګو تر جنته پا کوي اغزنې لارې. هغه څوک دی څوک دی؟ چې د ژمي پر کنګلو دسپرلو د شنو اوبو سین یې جاري کړ دغه څوک دی؟ دغه څوک دی ؟ دپېړیو دسرو وینو مینانو ته چې لېږي دزیتونو د شنو وږو سوغاتونه . آه. تاسې یې مه را ښیئ زه یې پخپله وینم سپوږمې او لمر او ستوري ورسره سم روان دي. سپرلی يې لاره کې ګلونه کري آه، زما دزړه پر زنګ وهلی قفل يې د رڼایئ کونجئ یې واچوله آه، تا سو ما وینئ کنه؟ زما له زړه یې دتیارو ګردونه دلمر د وړانګو د رڼا پر اوبووڅنډلو زما له زړه یې د اسمان لمنه جوړه کړله او دسپوږمئ فصل یې هلته پخپلو لاسو وکرلو ستورو زما په زړه کې د پاک الله د جنتونو مستو حورو پورې دلمر د وړانګو رڼا ګانوسره درسېدلو سترګکونه وهي. زه څوک یم؟ زه هماغه یم چې وم؟ نه زه هغه نه یم چې وم زه اوس ددې د نیا د ژوند او دهغې دنیا دخیر او برکت او فلاحونو اود ټولو عالمونو د خدای استازیتوب کومه زه يم د خدای خلیفه. هغه رڼا،هغه سپوږمئ او هغه ستوري هغه ټول ، زما د خپل مټ محمد دی چې له تیارو نه یې را وایستلم اوس به مې بوزي دعرشونو له پوړیو نه مې وابه ړوي او ګام په ګام به مشرف کړي ما د خدای حضور ته.
فرداُ، دربیع الاول ۱۲ د فبروری ۲۶مه
افغانستان اپريل فول شو/ طنز عبدالنافع همت
واشنګټن : السلام عليکم کابل : وعليکم السلام، ياره لکه چي عمر دي ډېر دی، همدا اوس مي ياد کړې، هغه و چي تاسي ټليفون راوکړ. ښه څنګه ياست خيريت خو به وي؟ واشنګټن : ستاسي په حکومت کي به خيريت له کومه وي کابل : ولي خدای دي يې خير کړي، څه خبره ده چي دومره درد درغلی دی؟ واشنګټن : درد به ولي نه راځي، ته نه يې خبر چي نن په اروزګان کي ( سبي ) ورک شوی دی؟ کابل : سبي څوک دی؟ واشنګټن : سبي د استراليايي ځواکونو يو ماين پال سپی دی کابل : ځه بابا! ما چي ويل سړی ورک شوی دی، له سپي څخه دي هم دومره لويه کيسه جوړه کړه. واشنګټن : هيله کوم داسي مه وايه. که بله ورځ مي داسي خبره درڅخه واورېده، نو اسټراليا څه چي موږ هم له افغانستان څخه خپل عسکر باسو، موږ ته خپل يو سپی هم ډېر مهم دی. کابل : نه نه، هسي يوه ټوکه مي درسره وکړه، تاسي خو په ټوکو هم نه هېږئ واشنګټن : زما د خپلو ملګرو په اړه ټوکي هيڅ نه خوښېږي، پوه شوې؟ کابل : ملګري خو دي موږ هم يو واشنګټن : تاسي مي ملګري ياست خو د غربي ملګرو ځای نه شئ نيولای. واشنګټن : تاسي به مي په انډيوالانو کي ګڼئ يانه، خو پر ما ډېر ګران ياست، ګوره يوه اوونۍ مخکي ستاسي ځواکونو په شينډنډ کي زموږ ګڼ شمېر ملکي خلک ووژل خو موږ ستاسي څخه ګيله هم و نه کړه. تاسي زموږ سره د خپل ملګري هيواد د يوه سپي حساب و کتاب هم کوئ. واشنګټن : دا په تاسي پوري اړه لري چي خپل خلک درباندي ګران دي کنه خو پر موږ خپل خلک څه چي خپل سپي هم راباندي ګران دي، تاسي بايد پوه شئ چي دا يو غربي سپی دی او غربي سپی خاوند لري. ددې کار پړه ستا سي پر غاړه ده کابل : ولي زموږ پر غاړه ده؟ واشنګټن : ځکه چي تاسي په دې اتو کالو کي يوازي امنيت هم را نه وست، که تاسي سياسي کفايت او ظرفيت درلودای نو نن به زموږ يو باتجربه سپی نه ورکېده کابل : نو په دې کي زما څه ګناه ده؟ امنيت خو نړيوالو تراهګرو خراب کړی دی واشنګټن : نو تاسي خو هم يوازي نه ياست، نړيواله ټولنه اوږه پر اوږه درسره ولاړه ده. کابل : د يوې خبرې اجازه ده؟ واشنګټن : هو مهرباني وکړئ! کابل : نه که مو خوا بدېږي نه يې کوم واشنګټن : هيله کوم خبره مو وکړئ! کابل : که رښتيا ووايم نو نړيوالي ټولني هم په دې برخه کي خپلي ژمني چندان نه دي پوره کړي. واشنګټن : کومي ژمني يې نه دي پوره کړې؟ کابل : مثلاً په دومره وخت کي به په افغانستان کي تراهګر وځپو، ستاسي اردو او پوليس به در جوړ کړو، اقتصاد به مو پياوړی کړو، افغانستان به له سره داسي ورغوو لکه جرمنی، دا به وکړو او ها به وکړو، خو تر اوسه يې په دغو کارونو کي يو هم سم نه دی کړی. تاسي يې وينئ چي د افغانستان وضعيت ورځ په ورځ نور هم پسي خرابېږي. واشنګټن : پوهېږئ چي دغه وعدې په کوم تړون پوري اړه لري؟ کابل : ښکاره خبره ده چي د بن په تړون پوري اړه لري واشنګټن : که ستاسي ياد وي نو موږ د بن له تړون څخه يوه مياشت مخکي درته وويل چي موږ په هر ډګر کي ستاسي سره ولاړ يو کابل : هو زموږ يادي دي، نو بيا ولي اوس نه راسره درېږئ؟ واشنګټن : اې ساده ګانو! موږ دا منو چي ستاسي سره مو دغه وعده کړې ده خو پوهېږئ چي هغه کومه نېټه وه؟ کابل : ياره نه مي ده ياد واشنګټن : ستاسي يوه کمزوري دغه ده چي حافظه مو چندان کار نه کوي، موږ دغه خبره د اپريل د مياشتي پر لومړۍ نېټه درته کړې وه، تاسي خو په غرب کي اوسېدلاست او پوهېږئ چي د اپريل لومړۍ نېټه د درواغو نړيواله ورځ ده. کابل : نو تاسي خو تر هغه وروسته هم خپلي ژمني نه کړې پوره واشنګټن : زموږ ټولي ژمني په هماغه تړون پوري اړه لري چي د اپريل پر لوړۍ نېټه تر سره شوی و کابل : اوف ! ياني موږ اپريل فول شولو؟ واشنګټن : نو ستاسي څه خيال دی؟ دا چي په دغه ورځ په ټوله نړۍ کي خلک درواغ وايي دومره مهمه نه ده، مهمه دا ده چي سړی په دغه ورځ ټوله نړۍ وغولوي. لکه څنګه چي امريکايان په نورو ډګرونو کي تر ټولو مخکي دي، دا دی په درواغو کي يې هم لومړی مقام وګاټه، دې ته نو اپريل فول وايي. کابل : اوس تاسي خو د نورو سياليو په شان دا سيالي هم وګټله، موږ به ملت ته څه ځواب ورکوو؟ واشنګټن : وارخطا کېږئ مه، لکه نور چلونه چي مو درښوولي دي، دا چل هم درښيو کابل : ښه واياست څنګه چل؟ واشنګټن : تاسي خو د امريکايي نظام ټول ماډل کاپي کړی او کلتوري ارزښتونه مو يې هم خوښېږي. بس يوازي دومره کار غواړي چي د يوه رسمي فرمان له لاري د اپريل لومړۍ نېټه رسمي ورځ اعلان کړئ کابل : هغه متل دی چي وايي ورانه به يې کړې، جوړه به يې نه کړې. وېرېږم چي په بلا مي اخته نه کړئ واشنګټن : ګوره موږ او تاسي خو يو بل ښه سره پېژنو، موږ تاسي او تاسي خپل ملت ته درواغ واياست، داسي ښه غوښن درواغ. اوس ستاسي ملت پوهېدلی چي ستاسي حکومت په درواغو چلېږي، نو ددې لپاره چي ملت دي ملا وتړي درواغ پرېږده کابل : نو بې درواغو کله زموږ ګوزاره کېږي واشنګټن : موږ کله وويل چي درواغ يو مخ مه پرېږدئ، په کال کي يوه ورځ ورته بېله کړئ. ياني د اپريل لومړۍ نېټه د درواغو د ورځي په نوم رسمي کړئ. کابل : نو ددې کار ګټه به څه وي؟ واشنګټن : ګټه به يې دا وي چي که کومه مهمه ژمنه مو کوله نو په همدې ورځ به يې کوئ، مثلاً که د خپل کار کلنی راپور مو ورکاوه او يا مو خپله کومه نوې طرح اعلانول نو بايد د اپريل پر لومړۍ نېټه يې اعلان کړئ،بيا که مو خپلي ژمني پوره هم نه کړې نو ملت به ګيله نه درڅخه کوي. کابل : خو... واشنګټن : خو مه پکښي راباسئ، ستاسي لپاره درواغ ويل کومه نوې خبره نه ده، ستاسي په اړه اوس هم ويل کېږي چي که ټولي غوړي وعدې مو راټولي کړل شي نو دومره غوړي ځني ايستل کېدای شي چي يوه لويه کارخانه يې هم نه شي توليدولای . کابل : زه خو وايم چي په دې سره به مو ملت نور هم دښمن شي. واشنګټن : تاسي خو ډېر ساده ګان ياست. نن داسي يو وخت دی چي بايد سړی د هر کار لپاره جواز ولري. تاسي ګورئ که څوک غواړي چي په افغانستان کي خلک مړه او يا برمته کړي نو امنيتي کمپنۍ جوړوي، که غواړي چي غلا وکړي نو ( اينجوګاني) جوړوي. تاسي هم درواغ لپاره جواز پيدا کړئ او بيا يې نر غوندي واياست! کابل : ياره څه ووايم، خو خير دغسي به وکړم واشنګټن : زړه نازړه کېږئ مه. تاسي يو ځل تجربه وکړئ، زه باور لرم چي خامخا ښه نتيجه ورکوي. ښه نور مو وخت نه نيسم ، د خدای په امان کابل : په مخه مو ښه، له ټليفون کولو څخه مو ډېره ډېره مننه .
سبا سهار له ارګ څخه يو فرمان صادر شو. په فرمان کي د اپريل لومړۍ نېټه چي د وري د مياشتي له دوولسمي نېټې سره سمون خوري د درواغو ويلو لپاره د رسمي ورځي په صفت اعلان شوه. په فرمان کي دا هم راغلي وه چي په دې ورځ کي دولتي چارواکي، سياسي ګوندونه، مدني ټولني او اينجوګاني د درواغو ويلو اجازه لري خو د ملت لپاره درواغ ويل ګناه ده. څه موده وروسته د حساب ورکولو ورځ د اپريل لومړۍ نېټه وټاکل شوه، پر همدغه نېټه د لندن د کنفرانس اجنډا هم اعلان شوه چي له طالبانو سره خبري اتري يې مهمه موضوع وه.
دوبیتی هایی از نورالله وثوق همایون « مجید »
خزان زرنگار
اسدالله زمری په هلمند کې د روان ناتار په اړوند
دوزخي تنده
د وطن له کلی –کوره ، جګه بیا د ویر ژړا ده کاڼو- بوټو اور اخیسی ، د ظلمونو انتها ده د شیطان دوزخي تنده، بیا په سرو وینو ماتیږي د انسان مرګ یې ښادي ده ، د سړي غوښه یې غذا ده ملا ، کمان د زاړه بُست شوه ،له غیرته ویلې کیږي دمارجې - نادعلي ځمکه ، هر انسان ته کربلا ده د وحشت شین سترګی دیو دی، یاغي شوی شنه وادې کې کاڼي چوي نن له هیبته، د مرګونو بیا غوغا ده د ساړه ژمي محشر کې ،ده دی بل محشر جوړ کړی د بیوزلو انسانانو ، په شا کډه دلته بیا ده د هلمند په سین کې وینې، د اوبو پر ځای خوټیږي د بغرا مرۍ غوڅیږي سره په وینو، ترې دنیا ده
بیاد سپینې پختې رنګ ته وینی غواړي له انسانه د رخام ښکلو رګو کې ، له ناتاره واویلا ده د ملالې سر سر تور دی، د ټپې زړه یی ټپي ده د میوند د ماتې غچ کې ، د افغان په کور بلوا ده د سالنګ مرګونه کم وه ،ستا د وینو اشتها ته چې هلمند ته دې تړلې، د ورانۍ او وحشت ملا ده؟ څومره نور بیګناه خلک ،په یوه – بل نامه وژنې؟! دا خو ستا مخلوقات نه دي،ددوی بل خالق ، مولا ده ستا سي خیرنه مو توبه ده ،نور د مرګ شر رانه بچ کړۍ ستا سې مرستې ځینې تیر یو ، چې مو رحم هم تعدا ده چې یې خپل بچي پردي شول ،له پردو نه څه ګیله ده؟ د و طن او ورور نیستۍ ته خپل افغان لکه ملا ده د افغان د وینو موج ته، هر چا سترګې دي ګنډلې اوریدو ته د فغان یې بیا کڼه ټوله دنیا ده «کمپنۍ »یې «یونیکال» کړه ،له کرزن نه یې جوړکرزی کړ هغه لوبه د انګریز و ه ، دا یوه د امریکا ده د لندن په اشاره بیا ، په افغان ناتار جوړیږی د وژلو کنفرانس دی پرې د لر او بر سلا ده چې څاروان د کاروان غل شو ،نو همدا د ژړا ځای دی نن د سولې لویه دښمنه ، د امنیت شو ر ا د ه که اخوان که القاعده ده ، د انګریز د لاس نیالګي دي چې په مونږ یې را تپي اوس ،دا د کوم لوري خطا ده؟ د ډیر ظلم نتیجه ده ، چې نن هرافغان طالب شو ګناهکار سلامت ګر ځي ، بیګناه وړ د سزا ده!! نور دقهر غواړو خدایه یا مو ورک کړه یا یې ورک کړه! دا دعا له عاجزۍ نه، که له درد ډکه ښیرا ده ۲۰۱۰/۲/۱۱
فاروق فردا پسرلی ما چېرې واړولو زه چېرې واوښتمه کلی خو داسې نه وه نورو کلونو کې یوازې د دې کلي د توتانو پاڼې زېړې به شوې خو سږکال ټول کلی ژېړ شوی رژېدلی ښکاري
خداې چې مې لار کې دمه نده کړې د اوږدې لارې د شپو ورځود اوږدو لنډو لمونځونو وخت مې هم په مزلونو تېر کړ ما وې چې یو ځای کلیوالو سره، راټولم به قضایي لمونځونه
نا وخته شوې نده، په دغه لوی کلي کې خلک ښکته پورته کېږي خو نه. دوی نو له چانه مرور دي چې کورونه یې تش کړي او بهروتلي؟ ولې کورونه نړېدلي او باغونه سپېره شوي دي ټول؟ دکلیوالو ویالې چا دي وچې کړي زما، چې د اوبو د جل وهلیو ټکو ټکو پسې دي غزولي جل وهلي ژبې. له کومه وخته درېدلې دي په ټپه دشنو وینو شېبې چې ددې کلي د فصلونو په رګونو سا نه خوځېږي؟
نه نه ! کلی بې خلک ندی زه یې د ړنګو کلاګانو د کورو لوګي وهلیو دروازو نه ګونګوسې آورمه. وینم جومات سره ګاونډ دهغه کور دبام مورۍ نه د لوګیو پاغوندې دونو څانګو نه خپل ځان ځاروي. شاید چې نن په هغه کور کې د ملا د ډودۍ وار وي که څه؟ که ملا وي ، و لې ونه نازول زما غوږونه د آذان ټیکیو؟
نورو کلو کې زما زېرۍ توتکۍ راوړله او کلیوالو ورته زما دزېري په بدل د دیوالو نواو برجونو په سورویو کې کورګی ورکول او یا دونو له شنو څانګو منجیلی وهلې. او توتکۍ ځانته دټولو کلیوالو په شان کوراو کهول جوړول.
اوه! توتکۍ راغله راغله توتکۍ راغله راغله هۍ هۍ توتکۍ هغه ده نژدې شوه راته اوس به کورونو باندې زېرۍ کوي وایي به زېری زېری خلکو له مانه دلته مخکې پسرلی راغلی. زما دنوم په آورېدلو به پرشونډو موسکا وغوړېږي کوڅې په وموسېږي څانګو غوټیو ته سینه خلاصه کړي بیا به دونو او دبوټو دخنداوو د کړسونو بارانونه وشي. ولې به وبهېږي اوداوبو جامونه وڅڅوي دکلیوالو د مړژوانده فصل پر جل وهلي ژبې.
پېغلې په شنو او سرو لمنو کې به ووځي له کورونودپولیو د شرنګاوو هنګامه جوړه کړي منګي پر سر منګي په غېږه د ګودر لاره کې دمازیګر د ژېړي لمر تاوده مچکو نه به مخ په پلو نه پټوي. او د ګودر پرغاړې دپسرلي د شنو شیبو دهرکليودمستیو تندې دخپلو لېچود بنګړو په ترانو ماتوي ځوانان دکلي، دساتنې په پلمه د کروندو، د پېغلو لارې څاري.
توتکۍ ستړې مشې ګوره چې سږکال زه له تانه دلته مخکې راغلم زرشه ورځه خلکو ته زېری ورکړه چې د کنګلو په هیندارو کې سپرلي ته هر کلی ووایي څانګوته زېری شه چې ژر به ګلغوټیو ته سینې پرانيزي.
- چاته به زېری ورکړم؟ - د څه شي زېری ورکړم؟ وګوره هلته د ګاونډ کلا دلوړ دېوال سورۍ کې مې کوډله وه،بچي زما سندرې پېلې چې پرې ناڅاپه یوڅه ولوېد دکلا برجونه ړنګه بنګه ونړېدل ما نور د خپلو بې بڼکو بچو نښې چېرې ونه ليدې. زړه ته مې وګوره پرهر دی او څڅېږي ورنه زما د ژوند دټپي شویو شېبو څاڅکي څاڅکي. غواړې چې ته ورباندی ودوړوې نورې مالګې؟
هغه ده وګوره ها چټه پېغله چې به کیسو ته د مستۍ یې د ځوانانو خولې اوبه کولې ځه ورنه وپوښته سپرلیه ا و ځواب یې واوره.
- پېغلې سلام! زه پسرلی یم تاته شین شال ما سوغات راوړی واخله کنه؟ - نه نه - له موږ نه هېر دي د سپرلو دشنو شېبو بویونه له موږه هېرې شولې هغه مستۍ چې مو کولې له خورلنډو سره دګودرونو او ویالو غاړو کې. موږ سپرلي هېر کړی او دځنګلونو دشنو څانګو د چڼچڼو«غچغچونه» مو په خدای سپارلي. لاړشه دکلي شاته وګوره څومره پلنه شوې هدیره د کلیوالو زموږ ورځه دا شین شال دې کړه څیرې څیرې او دځوانانو د قبرونو دشناختونو په خادو پورې یې وځړوه - ځه سپرلیه - چې دلته بورې مېندې دوچو شونډو پر پتریو خندا نه ماتوي تورو ټیکریو لاندې دکلي کونډې ستا سترګکو ته سلام نه کوي. زموږ د پېغلو دغه مست تیونه دخپلو ورونو جنازو پسې په ځمکو موښل شوي دي مستي نور ورته پاتې نده. ماشومانه یتیمې سترګې په دې کلي کې دادا، دادا غږونه کوي.
هو! هو! دغه کوچنی هلک زه پېژنمه چې لا پروسږ یې په پښو کې څپلې نه درلودې او سپرلني مېلو کې خپلو همزولو سره یو ځای یې هګۍ جنګول - دلته راشه پېژنې مې؟ زه پسرلی یم ستا همزولي څه شول؟ چېرې هګۍ جنګوۍ؟
- همزولي نشته څه په لر او څه په بر خواره واره شول څوک را پاتې ندی. هګۍ هم نشته چې یې وجنګوم. مور راته ویلې سږ به چرګه پر هګو کینوو هګۍ چورګوړي به شي بیا به شي چرګې او سپرلي ته به هګۍ اچوي خو څه پرې راغله ناڅاپي مور او هګۍ او چرګې ټول یې داسې والوزاوه چې موږ بیا ونه لیده مور مو څه شوه؟ خورکۍ مې هره شېبه ژاړي او ادې لټوي او په ژړا ژړا کې ادې ادې نارې وهي او ځي د خوب غېږه کې ځان پټوي. دخور سلګۍ مې تیندکونه وهي خپه ادې لټوي خو ادې لاړه ! چېرې لاړه ؟ بیا را ونه ګرزېده.
۱۳۷۶
|