تماس با ما
سایت های دیگر
اقتصادی
فرهنگی
سیاسی
نوید روز ،تربیون ازاد روشنفکران، در زمینه های آشتی ملی ،تفاهم

انسان يانې څه ؟ --سردار نظيف مل

مينه ، محبت او ټولنيز ژوند د انساني فطرت غوښتنه ده. دا حقيقت د انسان
د كلمې په تحليل كې ښه څرګنديداى شي او د انسان كلمه يې له ( ا – ن – س
) ځنې رابرسېره كړېده چې له انسان څخه اخېستل شوېده معنى يې مينه محبت دى
او بيا مينه او محبت يو خاص ربط او تعلق دى او ضد يې وحشت (نفرت) دى
يعنې د انسان تسميه هم انس دى چې د وحشت او انفراديت ضد دى . د انسان
فطرت ټولنيز دى، تنهايي نه دى چې ټولنيز ژوند هم د همدې نظم، انس ، محبت
او د يو ځاى ژوند تېر ولو نوم دى . په دې ايات كې د انساني پر ګنو په
مختلفو ډلو له وېشلو څخه مقصد يو له بل سره پېژندګلوي ښودل شوې ده
ترجمه : (( اى خلكو موږ تاسې د يوه نر او ښځې څخه پيدا كړي ياست او بيا
مو په قبيلو قبيلو وېشلي ياست چې يو له بل سره وپېژنى )).

تعارف يو له بل سره د پېژندلو او يو د بل په خوى له پوهېدلو څخه عبارت
دى او همدا تعارف د اُنس ، محبت او تعارف بنسټ دى نو ويلاى شو چې
انساني خصلت نفرت نه دى بلكې انس او پېژندنه ده او همدې عمل ته تكاملي او
اجتماعي ژوند ويل كيږي .

ارسطو ديونان فيلسوف چې په (
۳۳۲هـ ) كې مړ شوى دى او د سياست دمعلم او
پلار په نوم مشهور شوى دى وايي (( انسان يو سياسي او اجتماعي حيوان
دى)). د هغه په نظر انسان چې سياسي ، مدني او اجتماعي خصلت او شعور ونه
لري هغه انسان نه دى بلكې يو څيرونكى حيوان دى .

د ارسطو او اپلاتون په شان ټول يوناني فيلسوفان سياسي او اجتماعي ژوند د
انسان يوه فطري غوښتنه ګڼي .

ابونصر فارابي چې د اسلامي سياست يو ځانګړى پوه ګڼل كيږي په خپل كتاب كې
چې ((السياسة المدينة) په نوم ياديږي ليكلي دي (( د حيواناتو ځينې ډولونه
همېشه يو د بل نه ليرې اوسيږي مثلاً ډېر بحري حيوانات ....ځينې حيوانات
يوازې د پيداكېدو په وخت كې جداوي ليكن باقي عمريې ټولنيز او اجتماعي وي
، ځينې حيوانات د ټول عمر دپاره نه بلكې زيات وخت يو ځاى تېروي مثلاً
دشاتومچۍ.(اسلامي سياست مولانا ګوهرالرحمن) .

ژوند په محبت ، سكون ، سمون ، پيوستون او اجتماعي راكړې او وركړې پورې
تړلى دى او انساني اړيكي ،مينه او محبت د هر انسان ذاتي غوښتنه او خصلت
ګڼل كيږي چې پرته د دې خصوصياتو څخه د خپل اصلي صفت ((انسان)) له كلمې
څخه عاجز دى ځكه كله چې ذهن ته دا كلمه راشي او يا مخاطب ته د انسان
كلمه استمعاليږي نو ورسره دژوند تقاضا ورځنې كيږي ،ډير داسې پېښ شوي دي
چې د چا د نا جايز سلوك په مقابل كې ويل كيږي چې : ته خو اصلاً د انسانيت
له چوكاټ څخه وتلى يې (نو د دې جملې له متن څخه داسې بريښي چې د انسان
په كلمې پورې ټول اخلاقي معيارونه نغښتي دي له متن څخه داسې بريښي چې
د انسان په كلمې پورې ټول اخلاقي معيارونه نغښتي دي لكه چې په لاندې
څو بيتونو كې يې څرګندونه شوې ده :

انســــــــــــــــــــــانيت دانسانانو پيدا كيږي كه
دانه وي فرق يې نشته له حيـــــــوان

چې د مينې ، ورورلۍ حس پكې نه وي ځان ترې ساته خوشې
بت دى د باميان

كه هر څومره پېغلې نجونې ځان سينګاركړي د اخلاقو خريدار دې شي
ځوانان

په باډۍ يې مه تېر
وځه ((نظيف مله ))

عقل سركې دى، نه
تن كې د انسان

په دې بيت كې انسان له غير ناطق حيوان څخه جلا اود اخلاقو په صفت كې پټ
شوى دى خو په انساني ټولنه كې هم داسې ډېر انسانان پيدا كيږي چې د
انساني اخلاقو په جامه كې لا هم نه دي نغښتي او هغه عملونه ترې سروهي چې
په ټولنه كې د نفرت اوغصې،بدبينۍ او كركې سبب ګرځي او كه څوك ورسره
اړيكي نه ساتي ، په انفراديت كې يې ژوند تيريږي نو بيا د انسانيت ، ورور
ولۍ او اخلاقيت له چوكاټ څخه راوځي اود ناطق حيوان صفت هم دلاسه وركوي
. ځكه همدامنطق ، سنجش او عالي شعور د دې سبب ګرځي چې انسان د ورورولۍ
او اخلاقيت په جامه كې پټ وساتي .د سوداوزيان ، د تور او سپين د مرګ
او ژوند، ښو او بدو تر منځ توپير وكړاى شي .

اخلاق ، نېك خوى او خصلت ، منطق ، سنجش ، تميز او شرافت د يو انسان هغه
سپيڅلي ګاڼه ده چې په د رلودلو سره يې نور له و جود څخه بريښي .

كه يو څه نور هم په دې اړوند دقيق شواو دانساني ژوند لومړني(ابتدايي)
ژوند ته نظر واچوو نو انسان د خپل ابتدايي پيدايښت په دوران كې د نن په
شان نه پوهېده، لومړني انسان ډله يز ژوند كړى دى ا و په ډله يز شكل يې
له خپل ژوند ځنې د مختلفو حوادثو په مقابل كې مبارزه كړې ده،دخوراك
پوښاك اودا ستوګنې ځاى د پيداكولوپه هكله يې ډله يزې هلې ځلې كړي دي، د
نورو حيواناتو (( غير ناطق حيوانات)) غوندې يې يو ځل هر څه خوړلي دي او
وروسته يې د خوند اخيستلو په صورت كې د ګټورې ((مؤثرې )) غذا څخه ترننه
پورې دګټې وړګرځولي دي اوله ضرر رسوونكې غذا څخه يې ډډه كړي ده ،
همدارنګه يې د وخت اوزمان په تېرېدو سره دا چې د عقل او شعور خاوند دى د
ښواوبدو تفكيك يې كړى دى اود تجربو په تېرېدو سره يې خپل راتلونكي نسل ته
روښانه ميراث پريښې دى .

نن چې بشريت په روښانه فضاكې ژوند كوي ،په مختلفو ژبو خبرې كوي ، مختلف
عنعنات ، كلتور ، فرهنګ ، رسم الخط او قوانين لري دا د لومړني انسان او
بيا پرله پسې د انسانانو د هغه قربانيو نتيجه ده چې د طبعيت په زړه كې د
خپل ژوند د لاارامۍ ، خوشحالۍ او اسودګۍ په خاطر شرايط برابر كړي او د
طبعيت له ټولو نعمتونو څخه برخه مند شي نو ځكه ويلاى شو چې انسان
ټولنيز خصلت لري په ټولنه كې پيدا شوى دى او په ټولنه كې سترګې پټوي ،
هغه كشش او ښكلا چې په اجتماعي ژوند يعنې مينې ، محبت او ورورولۍ كې ده
په درلودلو سره يې انسان په ټولنه كې سرلوړى او هر چا ته د قدر وړ وي
نوډيره ښه سرمايه د انسان لپاره اخلاق ، نيك سلوك او رويه ده لكه چې
وايي (( ښه خوى به دې سلطان كړي، بدخوى به دې په ځان پورې حيران كړي )).

 

 

 بازگشت به بالای صفحه