تماس با ما
سایت های دیگر
اقتصادی
فرهنگی
سیاسی
نوید روز ،تربیون ازاد روشنفکران، در زمینه های آشتی ملی ،تفاهم

معارف در آئينه  ی هفته

سنگ تهداب تعمیر جدید متوسطه سراب  ولایت هرات گذاشته شد

ولایت هرات : امروز 16 ا سد سال روان، سنگ تهداب  تعمير جدید مکتب متوسطه سراب ولسوالی کرخ ولایت هرات گذاشته شد.

در محفلی که بدین مناسبت در صحن مکتب متذکره تدویر گردیده بود بر علاوه داکتر احمد یوسف نورستانی والی ولایت، قومندان عمومی نیروهای امریکایی در حوزه غرب، مسوولین ریاست معارف، تعدادی از روسای ادارات دولتی، اعضای شورای ولایتی،  متنفذین قومی، استادان و شاگردان حضور داشتند.

تعمیر مکتب  متذکره بصورت پخته و اساسی در یک طبقه به زیر بنای 700 متر مربع  به مصرف مجموعی یک صدو 97 هزار یورو به کمک مالی ایالات متحد ه امریکا در مدت 6 ماه توسط شرکت ساختمانی ارمان مرویان اعمار می گردد، که دارای  16 صنف درسی ،8 اتاق اداری، دیوار احاطه، یک حلقه چاه آب آشامیدنی، 8 مبرز ، 240 پایه میز و چوکی شاگردان و سایر ملحقات ضروری آن می باشد.

گفتنی است که  با اعمار تعمیر مذکور مشکل حدود 1200 تن  شاگرد از ناحیه نبود صنوف درسی مرفوع خواهد گردید.

 

مساعدت به لیسه خواجه مشهد  ولایت کندز

ولایت کندز: به ادامه کمک های معارف دوستانه موسسات  و نهاد های دولتی و غیر دولتی  به لیسه ها و مکاتب ولایت کندز اتحادیه کلتوری افغانها مقیم جرمنی 125 پایه چوکی سه نفری برای شاگردان به لیسه خواجه مشهد ولایت کندز مساعدت نموده است.

 در مراسم که بدین مناسبت در صحن لیسه  متذکره  تدویر گردیده بود مدیر لیسه  طی صحبت از این اقدام معارف پرورانه اتحادیه متذکره  قدر دانی  به عمل آورده خواهان همکاری هر چه بیشتر شان در عرصه معارف گردیدند که بالمقابل از طرف نماینده اتحادیه وعده هر نوع کمک و همکاری داده شد.

 

تدوير سیمینار آموزشی

ولایت بامیان: امروز16 اسد سال روان، سیمینار 4 روزه پلان گذاری، مراقبت، ارزیابی واحصایه وی برای مدیران معارف ولایت بامیان در تالار ریاست معارف  آنولایت دایرگردید.

در سیمینار متذکره به تعداد 25 تن از مدیران معارف ولسوالیها وشعبات مرکزی ریاست معارف اشتراک  ورزیده اند که در مدت 4 یوم در رابطه به پلان گذاری دانستنی های ارزشمندی را فرا خواهند گرفت.

گفتنی است که دایر شدن همچو سیمینار ها در بلند بردن سطح آگاهی و آشنایی معلمین و منسوبین معارف موثر واقع می گردد.

 

د سمنګان د ښوونځيو ښوونكو ته۱۶ ورځنى سیمينار پيل شو

دسمنګان ولايت: په سمنګان ولايت كې د دغه ولايت د مركز ايبك  د ښوونځيوو ښوونكو ته ښوونيز ۱۶ ورځنى سیمينار د نوموړى ولايت د مركز ايبك د حضرت علي په ښوونځي كې پيل شو.

نوموړى سيمینار د سمنګانولايت د پوهنې رياست لخوا په لاره اچول شوى چى د سمنګان ولايت د مركزى ښوونځيو ۲۰ تنو ښوونكوگډون کړى چى له مخي یی د نوي ميتود په هكله پوهنیزه زده کړي ترلاسه کړی .

دیادونې وړ ده چې دي ته ورته ورکشاپونو پرانيستل به د ښوونکو  او د پوهنې مسئوولينو د پوهي د لوړلو په کچه کې د نوی روزنې د اصولو له اړخه مثبتي اغیزي وشیندې.

 

 

 

سنگ تهداب تعمیر جدید تربیه معلم ولایت فاریاب گذاشته شد

ولایت فاریاب : امروز 13 ا سد سال روان، سنگ تهداب تعمير جدید تربیه معلم ولایت فاریاب توسط محترم فاروق وردگ وزیر معارف جمهوری اسلامی افغانستان، سفیر کبیر کشور ناروی و عبدالحق شفق والی ولایت در حالی که عبدالمقیم حلیمی رئیس معارف، محمد آصف ننگ رئیس نشرات واطلات وزارت معارف، تعدادی از مسوولین ادارات دولتی، متنفذین قومی، استادان و محصلین حضور داشتند گذاشته شد.

تعمیر متذکره بصورت پخته و اساسی در دو طبقه درساحه 6 جریب زمین دولتی به مصرف مجموعی 3 میلیون 10 هزار دالر امریکایی به کمک مالی کشور ناروی اعمار می گردد، که دارای 27  صنف درسی، 64 اتاق لیلیه که از جمله 32 اتاق برای محصلین اناث و32 اتاق برای محصلین ذکور، اشپزخانه، طعام خانه، دو اتاق نگهبان، یک حلقه چاه آب اشامیدنی، 10 مبرز، و سایر ملحقات ضروری آن می باشد.

گفتنی است که با اعمار تعمیر مذکور مشکل محصلین تربیه معلم از ناحیه نبود صنوف درسی و لیلیه مرفوع خواهد گردید.

قابل یاد آوری که همزمان با گذاشتن سنگ تهداب تربیه معلم تعمیر 68 باب مکتب که به کمک مالی کشور ناروی اعمار گردیده بودند توسط وزیر معارف وهیئت همراه شان افتتاح و به بهره برداری سپرده شدند.

 

په لغمان كې د يوې ښوونځي ودانۍ پرانيستل شوه

دلغمان ولايت : د لغمان ولايت د مرکز اړوند د هرمل د نسوانو د لیسې نوي ودانۍ د نوموړي ولايت د پوهنې رئيس اسدالله رويا لخوا په داسي حال كې چې د دولتي او غير دولتي ادارو استازو، ځايي مخورو او د دغه ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو برخه درلوده پرانيستل شوه.

دغه ودانۍ چې د جاپان هيواد په مالي لګښت د ۸۵ زره امريكايي دالرو په ارزښت د۵ مياشتو په موده كې په پاخه ډول جوړه شوي، چې ۸ درسي، ۴ ادراي خونې،۱۲ تشنابه او نور داړتيا وړ ملحقات لري چې په يوه وخت کې د ۴۰۰ تنو د ځايولو ګنجايش لري.

د يادولو ده چې دغه ښوونځۍ ۱۲۰۰ تنه زده کوونکي لري چې د ياد شوي تعمير په جوړه ولو سره د زده كوونكو ستونزه حل شي.

 

 

 

تدوير سیمینار آموزشی

ولایت بلخ: امروز12 اسد سال روان، سیمینار ۶ روزه مضامین ساینسی برای معلمین تربیه معلم ولایت بلخ در تالار لیسه نسوان فاطمه بلخی  آنولایت دایرگردید.

سیمینار متذکره به کمک مالی موسسه G.T.Z کشور آلمان براه انداخته شده،که به تعداد 95 تن از استادان تربیه معلم و مکاتب تجربوی شهر مزار شریف اشتراک ورزیده اند که در مدت 6 یوم در رابطه به آموزش میتود درسی مضامین ساینسی دانستنی های ارزشمندی را فرا خواهند گرفتند.

گفتنی است که دایر شدن همچو سیمینارها در بلند بردن سطح آگاهی و اشنایی معلمین و منسوبین معارف موثر واقع می گردد.

 

د پوهنې په برخه كې د نړيوال خوراكي پروګرام نوې مرستې

د پنجشیر ولایت: نړيوال خوراكي پروګرام د پوهنې په برخو كې د خپلو مرستو په دوام سره ۷۷ ټونه پاخه خواړه د پنجشير ولايت د پوهنې رياست سره مرسته كړي.

د پنجشير ولايت د پوهنې مسؤولين وايي چې نوموړي پاخه خواړه ۳۳ ټونه د ښوونځيو زده كوونكو ته او ۴۴ ټونه دسواد زده كړي دكورسونو وزده كوونكوته د درس په جريان كې وركوله كيږي.

د نړيوال خوراكي پروګرام مسؤولين وايي په پام كې لري چې دا لړۍ پر پنجشير سربيره د هيواد نورو ولايتونو ته هم وغځوي.

 

مساعدت به معارف ولایت جوزجان

ولایت جوزجان: به ادامه کمک های معارف دو ستانه مردم احساس مند به مکاتب و لیسه های ولایت جوزجان، امروز 13 اسد سال روان محترمه عزیزه داد منش یکی از تاجره های علم دوست ولایت جوزجان یک پایه واتر پمپ معه کیبل آنرا به ارزش 200 دالر امریکایی به مکتب سواد حیاتی ولایت جوزجان مساعدت نمود.

مساعدت متذکره توسط محترمه داد منش به مدیر آن لیسه تسلیم داده شد که با اظهار امتنان وحسن نیت و مواظبت نسبت به آن لیسه پذیرفته شد.

گفتنی است که با مساعدت متذکره مشکل آب آشاه میدنی صحی آن لیسه قسماً مرفوع گردید.

 

د تخار ولايت د پوهنی ریاست سره مرسته

د تخار ولایت: دانگلستان هیواد د استریمز( احیای فلج مغزی) موسسي لخوا د تخار ولایت د بی بی هاجری د نسوانو د لیسي سره د چوکیو او خیمو مرسته وشوه.

په هغه غونډه كې چې له همدې امله د نوموړي ښوونځي د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه د تخارولايت د پوهنې رياست رِئیس له نوموړي موسسي له دغې مرستې مننه وكړه او د پوهنې په برخه كې يي د ياد شوي موسسي د لازياتو همكاريو غوښتونكى شو.

په نوموړی ټوکوكې د زده كوونكو لپاره 150 پایی یو نفری پلاستیکی چوکی، 5 بابه خیمی او نور د ضرورت وړشیان شامل دی.

تدوير سیمینار آموزشی برای معلمین ولایت غزنی

ولایت غزنی: امروز13 اسد سال روان، سیمینار ۶ روزه تحت عنوان پیشبرد امورات تدریسی برای معلمین مکاتب محلی وکورسهای سواد آموزی ولایت غزنی در تالار ریاست معارف آنولایت دایرگردید.

سیمینار متذکره به کمک مالی موسسه یونیسف براه انداخته شده،که به تعداد 50  تن معلمین مکاتب محلی وکورسهای سواد آموزی مرکز و ولسوالی های ولایت غزنی اشترا ورزیده اند که در مدت 6 یوم در رابطه به آموزش میتود درسی دانستنی های آرزشمندی را فرا خواهند گرفتند.

گفتنی است که دایر شدن همچو سیمینارها در بلند بردن سطح آگاهی و آشنایی معلمین و منسوبین معارف موثر واقع می گردد.

 

مفاد تفاهمنامه في ما بين وزارت معارف

و کميسيون مستقل اصلاحات ادارى و خدمات ملکى

 

موضوع:

شموليت ٨٠٠٠٠ تن معلم ذکور ١٢پاس و بالاتر از آن در تمامى ولايات افغانستان و نيز به رقابت گذاشتن ٧٠٨٥ بست رياست هاى مرکزى و ولايتى تحت سيستم جديد رتب و معاشات

 

محتواى تفاهمنامه

حسب مفادات تفاهمنامه وزارت معارف ميتواند در طى سال ١٣٨٩ پروسه شموليت ٨٠ هزار معلم را طبق سيستم جديد رتب و معاشات معادلت نموده، معاشات جديد براى ايشان اجرا نمايد.

در صورتيکه وزارت معارف پروسه معادلت اين تعداد معلمين را در زمان تعيين شده موفقانه انجام دهد، کميسيون اصلاحات ادارى و خدمات ملکى سهم بيشتر (الى ده هزار) وهم سهم بيشتر در بخش بست هاى ادارى اعطا مينمايد.

همچنان بتعداد ٧٠٨٥ بست رياست هاى مرکزى و ولايتى وزارت معارف در سال جارى تحت همين سيستم جديد پر ميگردد.

به همين ترتيب مطابق به مفاد تفاهمنامه طرفين، وزارت معارف و کميسيون مستقل اصلاحات ادارى يکسلسه مسووليت هاى مشترک دارند هر کدام بنوبه خود، اجراات خواهند فرمود، مانند:

 

وظايف و مسووليت هاى کميسيون:

·        طى مراحل پروسه اعلام کاريابى از طريق رسانه ها، فراهم نمودن مساعدت هاى تخنيکى، تهيه قرطاسيه باب لازمى براى کميته هاى موظف، انتقال بودجه از کود ٩٥ اصلاح اداره عامه، وضع شروط براى واجدين و درخواست کننده گان و طى مراحل کردن پروسه انتريوها

 

وظايف و مسووليت هاى وزارت معارف:

·        استخدام ٣٤ کورديناتور منابع بشرى براى ٣٤ ولايت، از طريق تمويل دانيدا و استخدام ٣٤ منحيث اعضاى کميته امتحان و معادلت به تمويل کميسيون مستقل اصلاحات ادارى و خدمات ملکى

·        طى مراحل و معادلت بست هاى فوق الذکر معلمين و بست هاى ادارى، طى مراحل اسناد مالى براى تعين مزد، مقام و رتبه عادلانه معلمين و کارمندان، که بعد از پروسه انتريو تثبيت خواهد گرديد.

·        نظارت از تطبيق پروسه و تثبيت سطوح علمى و کادرى درخواست کننده گان

 

مشکلات و چالش هاى متوقع:

به رقابت گذارى اين تعداد بست براى اولين بار و آنهم با تجربه و ظرفيت جديد و رو به رشد معارف و کميسيون

نبود کانديدان واجد شرايط و مناسب بسطح ولايات، بخصوص براى بست هاى تخنيکى و مسلکى

ازينکه در ولايات پروسه اطلاع رسانى و اعلانات براى همه يکبرابر قابل دسترس نيست، شايد بعضى بست ها چندين بار به اعلام گذاشته شود.

مشکلات ترانسپورتيش، بخصوص در فصل زمستان

چالش هاى امنيتى در بعضى مناطق

 

توقعات:

در صورتيکه اين چالش ها مانع پيشرفت کار نشود، تطبيق پروسه معادلات ٨٠ هزار معلم ١٢ پاس و بالاتر از آن و طى مراحل پروسه رقابتى حدود ٧٠٠٠ بست ادارى يکى از بزرگترين و با ارزشترين برنامه در نظام اصلاح اداره جديد و تطبيق سيستم جديد رتب و معاشات در معارف پنداشته ميشود، که بعنوان جشن ملى از آن تجليل خواهد شد و دقيقا تاثير مستقيم در بهبود معيشت، اصلاح اداره، تعين جايگاه و مزد عادلانه معلمين و ارتقاى سطح دانش ميگردد.

 

 

با تقديم احترامات

 

محمدآصف ننگ

رئيس نشرات و اطلاعات

 

 


 

پوهنه د اونۍ  په هېنداره كې

 

سعودي عربستان د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د ۲۴ میلیونو امریکايي ډالرو د مرستې ژمنه اعلان کړه

 

دغه اعلان د قرآن کریم د حسن تلاوت د ملي مسابقې ګټونکو ته د ډالیو او تقدیرنامو د ورکولو په هغه محفل کې و شو چې د پوهنې د وزارت او د سعودي عربستان د هیئه الاغاثه الاسلامیه العالمیه د موسسې په نوښت جوړ شوی وو او د مسابقې ګټونکو ته د نقدي ډالیو او تقدیرنامو په ورکولو سربیره د پوهنې له وزارت د سعودي عربستان له لوري اعلان شو.

 

غونډې ته د پوهنې وزیر محترم فاروق وردګ، د ولسي جرګې رییس محترم محمد یونس قانوني، د ولسمشر ستر سلاکار محترم نعمت الله شهراني، په کابل کې د سعودي عربستان سفیر محترم منصور بن صالح الصافي او د پوهنې د وزارت د اسلامي تعلیماتو معین محترم شفیق صمیم ویناوې وکړې او په هیواد کې یې د اسلامي زده کړو د پرمختګ او د حسن تلاوت د سیالیو د تدویر د اهمیت په اړه څرګندونې وکړې. همدارنګه ټولو ویناوالو په افغانسستان کې د اسلامي تعلیماتو بیړنی پرمختګ زموږ د سیمې، هیواد او خلکو لپاره یو په زړه پورې او نیک ګام و باله  چې د ټول هیواد په کچه د پوهنې د وزارت په نوښت رامنځه شوی دی او په دې لاره کې یې له افغانستان سره د سعودي عربستان او مصر علمي مرستې و ستایلې.

 

د حسن تلاوت په دې لویه او ملي مسابقه کې د افغانستان د ۳۴  ولایتونو د ۶۵۰۰ قاریانو څخه چې په ۱۵۰ دیني مراکزو کې زده کړې کوي د هیواد د جیدو علماوو او استادانو له خوا ورته د مسابقې د تدویر لپاره ۱۵ کمیټې جوړې شوې وې چې د افغانستان په هره سیمه او همدارنګه په پاکستان کې د افغان مهاجرینو په کمپونو کې د قرآن کریم مسابقې جوړې کړي. له هغو مسابقو  څخه د ۱۰۰ په شاوخوا کې غوره قاري صاحبانو ته نقدي جایزې او تقدیرنامې ورکړل شوې. د دې مسابقو په لړ کې ۲ کسانو ته په کعبې شریفې  د عمرې د ادا کولو، له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې نقدي جایزې او ۹۸ کسانو ته تقدیرنامې شاملې وې.

 

سعودي عربستان د خپلو تعهداتو په لړ کې په نږدې راتلونکي کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې یو شمیر ښوونځیو، دیني مدرسو او دارالعلومونو ودانۍ جوړوي چې ۲۴ میلیونه ډالره لګښت به پرې راځي. همدارنګه سعودي عربستان د کابل د مرنجان د غونډۍ  پر سر د همدې مملکت د پخواني پاچا ارواښاد ملک فهد د وصیت سره سم د ۱۰۰ ملیونو په لګښت د یوه لوی جامع جومات او اسلامي مرکز د جوړولو ژمنه هم کړې ده چې د اسلام آباد د فیصل جومات په څیر به په راتلونکي کې جوړ شي.

 

په همدې توګه د کابل په لویو دیني دارالعلومونو کې د مصر د ازهر شریف د پوهنتون ۴۵ استادان هم د تدریس په چارو بوخت دي چې له افغانستان سره د مصر د عربي جمهوریت د علمي مرستې یوه برخه ګڼل کیږي.

 

ګل آغا احمدي

د پوهنې د وزارت ویاند

 

سنگ تهداب تعمیر جدید لیسه نسوان خطایان ولایت تخار گذاشته شد

ولایت تخار: امروز 6 اسد سال روان، سنگ تهداب تعمير جدید لیسه نسوان خطایان ولایت تخار توسط عبدالجبار تقوا والی ولایت و عبدالوهاب مظفری رئیس معارف آنولایت در حالی که تعدادی نماینده شورای ولایتی، متنفذین قومی، استادان و شاگردان حضور داشتند گذاشته شد.

تعمیر لیسه متذکره پخته و اساسی در یک طبقه در ساحه یکنیم جریب زمین اهدایی کوکبه سلطان یکتن از مادران معارف دوست همان منطقه به مصرف مجموعی4757888 افغانی به کمک مالی موسسه یونیسف اعمار می گردد که دارای 8 صنف درسی، 3 اتاق اداری باسایر ملحقات ضروری با سایر ملحقات ضروری آن می باشد.

گفتنی است در لیسه متذکره به تعداد 592 تن شاگرد که امور تدریس شان توسط 18 تن معلم پیش برده میشود مصروف آموزش تدریس هستند که با اعمار تعمیر متذکره زمینه آموزش بهتر برای شاگردان مهیا خواهد گردید.

 

د کندز ولایت د حضرت علی ليسې سره مرسته وشوه

دکندز ولایت: دکندز ولایت د حضرت علی ليسي سره د د سولي د همبستګي لخوا دكمپيوترونو او نورو وسايلو مرسته وكړه.

په هغه غونډه كې چې له همدې امله د نوموړي ليسي د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه دكندز ولايت د پوهنې رئيس د نوموړي موسسي له دغې مرستې مننه وكړه او د پوهنې په برخه كې يي د ياد شوي موسسي د لازياتو همكاريو غوښتونكى شو.

په دغه وسايلوكې ۵ پايه د سكتاپ كمپيوترونه، ۵۰۰ دالره نقدي پيسي او نور د ضرورت وړ شيان شامل دى.

 

تعمير 15 باب مکتب در ولایت پکتیا افتتاح و به بهره برداری سپرده شد

ولایت پکتیا: امروز 6 اسد سال روان، تعمير 15 باب مکتب در ولایت پکتیا افتتاح و به بهره برداری سپرده شد.

تعمیر مکاتب متذکره بصورت پخته و اساسی در یک طبقه در ولسوالی څمکنی، جاجی، جانی خیل، پتان و مرکز ولایت به مصرف مجموعی یک میلیون 421 هزار دالر امریکایی به کمک مالی تیم بازسازی ولایتی، کشور هندوستان و بودجه انکشافی وزارت معارف اعمار گردیده، که تعمیر هر مکتب دارای اتاقهای درسی، اداری دیوار احاطه، مبرز، میز و چوکی برای شاگردان، چاه عمیق و سایر ملحقات ضروری آن می باشد.

گفتنی است که با اعمار تعمیر مکاتب متذکره زمینه آموزش بهتر برای بیشتر از 7000 تن شاگرد پسر و دختر مهیا خواهد گردید.

 

تدویرسيمنار آموزشی برای معلمین ولایت سمنگان

ولایت سمنگان: امروز6 اسد سال روان، سیمینار 3 روزه آموزش مضامین ساینسی برای معلمین مکاتب ولسوالی خرم سارباغ ولایت سمنگان در تالار لیسه سید جمالالدین آن ولسوالی دایرگردید.

سیمینار متذکره از طرف موسسه سویدن و همکاری ریاست معارف ولایت سمنگان براه انداخته شده که به تعداد 30 تن از معلمین مضامین ساینسی مکاتب ولسوالی خرم سارباغ اشتراک ورزیده اند که درباره آموزش مضامین ساینسی دانستنی های ارزش مندی را فرا خواهند گرفت.

گفتنی است که دایر شدن همچو سیمینار ها در بلند بردن سطح آگاهی و اشنایی معلمین باشیوه های جدید تدریس موثر واقع می گردد.

 

مساعدت به معارف ولایت کاپیسا

ولایت کاپیسا: امروز 6 اسد سال روان، به ادامه کمک های معارف دوستانه موسسه یونیسف به لیسه ها و مکاتب ولایت کاپیسا 3800 قلم مواد لابراتواری را به ریاست معارف ولایت کاپیسا مساعدت نموده است.

 در مراسم که بدین مناسبت در تالار ریاست معارف ولایت کاپیسا تدویر گردیده بود محترم عبدالواحد حکمت رئیس معارف طی صحبت از این اقدام معارف پرورانه موسسه یو نیسف  قدر دانی به عمل آورده خواهان همکاری هر چه بیشتر شان در عرصه معارف گردیدند که بال مقابل از طرف نماینده موسسه یونیسف وعده هر نوع کمک و همکاری داده شد.

 

د پنجشیرولايت د پوهنې رياست سره د مطالعوي كتابونو مرسته وشوه

د پنجشیر ولایت: د پنجشير ولایت د عالي دارالمعلمين سره د افغانستان موسسي د ديني، علمي او فرهنګى كتابونو مرسته وكړه.

په هغه غونډه كې چې له همدې امله د پنجشير ولايت د عالي دارالمعلمين د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه د پوهنې رئيس د نوموړي موسسي له د غې مرستې مننه وكړه او د پوهنې په برخه كى د لازياتو همكاريو غوښتونكى شو.

په دغه كتابونو كې ۸۵۳ عنوانه په فارسي، انګليسي او عربي ژبو بيلا بيل دينى، علمى، تاريخى، فرهنګى او اجتماعى كتابونو شامل دي .

 

مساعدت به مکتب نسوان متوسطه ینگه اریق ولایت جوزجان

ولایت جوزجان: امروز 6 اسد سال روان، به ادامه کمک های معارف دوستانه موسسات و نهاد های دولتی و غیر دولتی به لیسه ها و مکاتب شهر شبرخان ولایت جوزجان موسسه یونیسف 240 پایه چوکی یک نفری برای شاگردان و 16 پایه میز و چوکی مدیریت را به مکتب متوسطه نسوان ینگه اریق ولسوالی آقچه ولایت جوزجان مساعدت نموده است

 در مراسم که بدین مناسبت در صحن مکتب متذکره تدویر گردیده بود مدیر مکتب طی صحبت از این اقدام معارف پرورانه موسسه یو نیسف  قدر دانی به عمل آورده خواهان همکاری هر چه بیشتر شان در عرصه معارف گردیدند که بال مقابل از طرف نماینده موسسه یونیسف وعده هرنوع کمک و همکاری داده شد.

 

 

 

 

 

پوهنه د اونۍ  په هېنداره كې

اتم اوونيز راپور

 د ۱۳۸۹ كال د چنګاښ شپږويشتمه

د سمنګان په ولایت کې ښوونیز سمینار جوړ شو     

د سمنګان ولايت په ايبك ښار كې د  معلولينو د چارو اړوند د سمنګان ولايت ښوونكو لپاره ښوونيز سمينار په لاره واچول شو، دا سمينار چې ۴ ورځې يې دوام وكړ  د همدې ولسوالۍ د مديريت په تالار كې د نوموړي ولايت د روغتيا رياست او د پوهنې د رياست په همكارۍ په لاره اچول شوى ؤ. چې ورته سمينارونه به په راتلونكې د ښوونكو د علمي كچې د پياوړتيا په موخه برابر شي.

 

د سرپل په ولایت کې د ښوونکو د ښارګوټي نقشه کشي وشوه

د سرپل په ولايت كې د ښوونكو ښارګوټى نقشه كشي شو، نوموړى ښارګوټى چې د ۱۵۰ جرېبه ساحې په لرلو سره چې ۳۰۰۱ نومرو ځمكې په درلودلو سره چې تېر كال ۱۱۰۰ نومرې او ۲۴۴۲۹ نومرې به په روان كال كې د مراحلو په پوره كولو سره د د سرپل د ښوونځيو د ښوونكيو په واك كې وركړل شي.

 

د بادغیس د ولایت د پوهنې له ریاست سره د یو جریب مرستې اعلان و شو

د بادغيس ولايت د آبكمري ولسوالى يو تن اوسېدونكي سيد عبدالرحمن خپله يو جرېب ځمكه د يوې لمړنۍ ښوونځۍ د تعمير د جوړولو په خاطر ددې ولايت د پوهنې رياست په واك كې وركړه، د پوهنې رياست د نوموړي دا نېك اقدام وستايه او له نورو افغانانو وروڼو څخه يې وغوښتل څو د پدې ډول د پوهنې له بهير سره مرسته وكړي.

 

د هرات ولایت د پوهنې له ریاست سره د تعلیمي وسایلو مرسته و شوه

د هرات ولايت د پوهنې رياست سره د امريكا متحده ايالاتو پرمختيايي ادارې د  ۷۵۴ عدد ميزونو او چوكيو مرسته وكړه، د يادولو وړ ده چې نوموړې چوكۍ به هغو ليسو ته وويشل شي چې د ميز او چوكيو د كمښت سره مخ دي. 

 

د ۱۳۸۹ كال د چنګاښ اوويشتمه

د کندز په ولایت کې د یوې متوسطې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه

د كندز ولايت دعلي آباد ولسوالۍ کې د شهيد سميع الله  متوسطې نوې رغول شوې ودانۍ ګټې اخيستو ته وسپارل شوه.  د دغې ودانۍ د پرانيستلو په غونډه كې د دغه ولايت د پوهنې مسؤلينو، د دولتي او غير دولتي ادارو استازو، ځايي مخورو او د دغه ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو برخه درلوده. غونډه د قران مجيد په څو مباركو آيتونو پيل شوه او ورپسې د كندز ولايت د پوهنې رئيس ګډونوالو ته په خپلو خبرو كې د سيمه ايزو اوسيدونكو، امنيتي مسؤلينو او پوليسو څخه له دې امله مننه وکړه چې له معارف څخه يې خپلې مرستې او همکارۍ نه دي سپمولي. دغه ودانۍ چې د پوهنې وزارت د پوهنې د کيفييت لوړولو د برخې لخوا د ۴۸ زرو دالرو په لګښت  په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده او په يوه تحويلخانه سربيره شپږ درسي ، دوې اداري خونې، ۴ تشنابه ، يو حلقه دآبو ځښكلو ځاه لري چې په يوه وخت کې د ۳۰۰ تنو د ځايولو ګنجايش لري.

 

د ننګرهار په ولایت کې د یوې لیسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه

د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ د وزير جهادي ليسې نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه، په هغه غونډه كې چې په همدې مورد جوړه شوې وه، د نوموړي ولايت د پوهنې رياست چارواكي، د ولايتي شورا غړي، د سيمې مخور، د نوموړې ښوونځۍ ښوونكي او زده كوونكي حاضر شتون درلود، نوموړى تعمير په پاخه او اساسي ډول د ۱۸۰۰۰۰ امريكايي ډالرو په لګښت د نوموړي ولايت د بيارغونې ټيم لخوا جوړ چې د ۱۶ درسي ټولګيو، ۴ اداري خونو، يوې كتابخانې، د ساتونكي كوټه، ۴ تشنابونو او يو د پاكو اوبو ژور څاه درلودونكى دى چې اوسمهال پكې د ۵۰۰۰ زده كوونكو په شااخوا كې زده كوونكې پكې په زده كړه بوخت دي.

 

د بادغیس ولایت د پوهنې له ریاست سره د تعلیمي وسایلو مرسته و شوه

د ورلد وېژن  موسسې لخوا د بادغیس ولايت د مقر ولسوالۍ د پوهنې مديريت  سره د یو شمېر اداري توکو مرسته وشوه. په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د نوموړي ولسوالۍ  د پوهنې مديريت  په تالار كې جوړه شوې وه د مقر ولسوالۍ پوهنې مدير د نوموړې موسسې له دې مرستې مننه وكړه او په دې برخه كې د نوموړې مؤسسې د لا زياتو همكاريو غوښتونكى شو. په توکو كې د زده كوونكو لپاره 39802 دانې کتابچي، ۳۱۹۲۶ دانې خود كاره قلمونه، ۲۱۱ ګدۍ سپين كاغذ، ۱۰۵۵ قعطي تباشير، ۱۵۷۲۵داني دپنسل قلمونه، ۱۵۷۲۵ دانې قلم تراش ،پنسل پاك او نور د ضرورت وړ شیان شامل دي چې د مهال وېش سره سم به  د مقر ولسوالۍ د ښوونځيو زده كوونكو ته ووېشل شي. د يادونې وړ ده چې د بادغيس ولايت د مقر په ولسوالۍ په ۴۲ بابو ښوونځيو كې  ۷۸۷۳ تنه زده كوونكي چې د تدريس چارې يې د ۲۱۱ تنو ښوونكو لخوا پر مخ بيول كيږي په زده كړو بوخت دي.

 

په بلخ کې د یوې لیسې او یوې ښوونځۍ نوي تعمیرونه ګټې اخیستنې ته و سپارل شول

د بلخ ولايت د شولدرې ولسوالۍ حلقه جر ښوونځۍ او د شولدرې نجونو ليسې نوي تعميرونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول دا په داسې حال ګټې اخيستنې ته سپارل كيږي چې د نوموړي ولايت د پوهنې رياست چارواكي، قومي مشران، د نوموړو ښوونځيو زده كوونكيو او ښوونكو حضور درلود. د دواړو ښوونځيو تعميرونه په پاخه او اساسي ډول د ۳۰۰ زرو امريكايي ډالرو په لګښت د سويډن د كمېټې لخوا جوړ چې هر يو يې د ۸ درسي ټولګيو، ۴ اداري كوټو، شپږ تشنابونو او پاكو اوبو څاګانو لرونكي دي. چې د نجونو په لېسه كې ۹۰۰ او  په متوسطه كې ۶۰۰ تنه زده كوونكي په زده كړه بوخت دي. 

 

د کاپیسا په ولایت کې ۱۶ ورځني سمینار په کار پيل وکړ

د كا پيسا  ولایت دكليوالي ښوونځيو د ښوونكو لپاره د نوو كتابونو د پېژندلو ترعنوان لاندې ۱۶ ورځنۍ سمينار د كاپيسا ولايت د پوهنې رياست  په تالار کې په لاره واچول شو. نوموړی ورکشاپ د یونسف موسسې په مالي ملاتړ او د پوهنې ریاست په همکارۍ ددې ولایت د مرکز او حصه اول او دوم كوهستان د ولسوالیو كليوالي ښوونځيو ۳۲ تنو ښوونكو ګدون كړى چې له مخې به یي  د نوي مېتود په هكله پوهنیزه زده کړي ترلاسه کړي. دیادونې وړدی چې دى ته ورته ورکشاپونو پرانيستل به د ښوونکو د پوهې د لوړلو په کچه کې د نوي روزنی د اصولو له اړخه مثبتې اغیزي وشیندي .

 

د پنجشیر د پوهنې له ریاست سره د تعلیمي وسایلو مرسته وشوه

په پنجشېر  ولايت كى مېشت ولايتى بيا رغاونې ټيم د پوهنې رياست سره د۷۱۰ جلده  درسي، علمي او فرهنګي كتابونو مرسته وكړه. په هغه غونډه كې چې له همدې امله نن د پوهنې رياست د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه د پوهنې رئيس د ولايتي بيا رغونې ټيم له دغې مرستې مننه وكړه او د پوهنې په برخه كي د نوموړي ټيم د لازياتو همكاريو غوښتونكى شو. په دغه كتابونو كى د پوهنې وزارت د تعليمى نصاب درسي كتابونه،  د انګليسى ژبې ديكشنري، بېلا بېل دينى، علمى، تاريخى، فرهنګى او ټولنيز كتابونه شامل دي چې د مهال وېش سره سم به د پنجشېر ولايت مركز او ولسواليو د ښوونځيو كتابتونونو ته ووېشل شي.


دپوهنې د وزارت
مطبوعاتي اعلامیه

۱۷ چنګاښ ۱۳۸۹
د بشري منابعو د پراختیا له کلسټر یا کړۍ  سره د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د یو ملیارډ ډالرو د مرستې .اعلان وشو

د امریکا د متحده ایالاتو سفیر ښاغلي آیکن بیري د انســـــــجام او ادارې د مشترک بورډ Joint Coordination Management Boar (JCMB)   په ۱۴ فوق العاده غونډه کې چې نن په کابل کې تر سره شوه د پنځو وزارتونو د بشري منابعو د پراختیا له کلسټر یا کړۍ  سره د یو ملیارډ ډالرو مرسته اعلان کړه. په ننۍ فوق العاده غونډه کې د افغانستان د حکومت وزارتونو د لندن د کنفرانس د وړاندیز په اساس د پنځو کلسټرونو یا حلقو په چوکاټ کې خپل خپل پروګرامونه اعلان کړل چې د ځینو بدلونونو سره یو ځای د انسجام او ادارې د مشترک بورډ د تایید او ستایلو وړ وګرزیدل. باید وویل شي چې دغه پروګرامونه د امنیت، ښې حکومت دارۍ، اقتصادي ودې او منطقوي همکاریو په برخو کې وو.

د بشري منابعو کلسټر یا کړۍ  چې د لوړو زده کړو، عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو او د ښځو چارو وزارتونه یې غړي دي یوازینی کلسټر دی چې په ننۍ غونډه کې د راتلونکو دریو کلونو لپاره له هغه سره د یو میلیارډ ډالرو مرسته اعلانیږي. د دې کلسټر عمومي هدف دا دی چې د ښوونې او روزنې، تعلیمي او تحصیلي پروګرامونو له لارې په هیواد کې د بیکارۍ کچه راکمه او د اقتصادي ودې د پراختیا په لوري ګامونه اوچت کړي. همدارنګه بې تعلیمه کسانو ته تعلیمي خدمات ورسیږي، د ښځو لپاره مساوي خدمات وړاندې او روغتیايي خدماتو ته په ځانګړې توګه په کلیوالي ساحو کې پراختیا ورکړل شي.

یاده دې وي چې د پنځو وزارتونو  د بشري منابعو د پراختیا کلسټر یا حلقې د راتلونکو دریو کلونو لپاره د ۲،۴ میلیارد ډالرو په ارزښت ملي پروګرامونه جوړ کړي چې د کابل کنفرانس په ترځ کې به وړاندې شي او د همدې موخې لپاره د امریکا له لوري مخکې له مخکې یو ملیارډ ډالر مرسته اعلان شوه.

د پنځو وزارتونو د بشري منابعو د پراختیا کلسټر یا کړۍ  رهبري په داسې حال کې چې د امریکا د متحده ایالاتو د اعلان شوې مرستې څخه مننه کوي نوموړې مرسته د بشري منابعو د روزنې او پراختیا په لاره کې ډیره مهمه ګڼي چې د ټاکلې موخې د پروګرامونو د تطبیق  لپاره به په راتلونکو دریو کلونو کې ورڅخه استفاده وشي.

د امریکا د متحده ایالاتو له لوري د یو میلیارډ ډالرو اعلان شوې مرسته د بشري منابعو د پراختیا د کلسټر د ملي پروګرامونو د ټاکلې بودجې ۴۲٪ تشکیلوي خو د هندوستان او ترکیې له لوري هم له نوموړې حلقې سره د مرستو علاقه مندي څرګنده شوه.